IQNA

د افغانستان په شمال کښې د ۱۳ داعشیانو وژنه

11:01 - March 07, 2018
د خبر لمبر: 3481090
نړیواله ډله: د افغانستان امنیتي ځواکونو د افغانستان په شمال کښې واقع جوزجان په ولایت کښې د ۱۳ وسله والو کسانو چې داعش ترهګری ډلې سره یی تړون لرلو وژنې خبر ورکړي.
د افغانستان په شمال کښې د ۱۳ داعشیانو وژنهد ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د جوزجان ولایت خبریال محمد رضا غافوری، په دې اړه وویل: د افغانستان د امنیتي ځواکونو د داعش ترهګرو عناصرو خلاف برید د جوزجان په درزآب سیمه کښې ترسره شوه.
هغه دې ته اشارې سره چې په دې پېښه کښې ۱۳ وسله واله کسان د داعش له ډلې وژلې شوې او پنځه کسان نور ټپیان دي وویل: د داعش له اړخه مړه کسانو کښې دوه مړې د دغه ترهګرې ډلې د قوماندانو نه وو.
په دې وخت کښې د داعش ترهګرو عناصر د افغانستان په ځنې برخو کښې په تېره د دغه هیواد په شمال کښې تسلط لري چې ښکارېږي داسې چې دا ترهګر په عراق او شام کښې له ماتې نه ورستو خپل عناصر د ایران شرقي کډوال هیواد ته روان کړي دي.
یادښتونه، جوزجان د افغانستان په شمال کښې پروت یو ولایت دی چې مرکزی ښار یی شبرغان دی. د دې ولایت زیات اوسېدونکې اربک او ترکمن دی او ورپسې تاجیک، هزاره، پښتون او عرب هم په کښې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3696623
captcha