IQNA

وخت رارسیدلی څود اسلام رحمانی څیره نړیوالوته ورمعرفی شی

15:08 - June 16, 2018
د خبر لمبر: 3481257
نړیواله ډله: دملایشیا نوی لومړی وزیر ماهاتیرمحمد هم په دغو ټیلیفونی خبرو کې دایران اوملایشیا ترمینځ د هراړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو پراختیا ډیره مهمه وبلله او وې وئیل د ملایشیا حکومت سیاسیت به اسلامی ایران سره د هراړخیزو مناسباتو په پراختیا او دملګرتیاؤ په لوړتیا ولاړ وی . ځکه داسلامی ایران سیاستونه ، دنړۍ له نورو هیوادونو سره دملګرتیا اوتعامل لپاره ډیر مناسب اوخوښ دی .

زمونږخبریال راپور راکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن  د ملائیشیا   دلومړی وزیر په توګه  له ټاکل کیدا وروسته  محمد ماهاتیر محمد سره  په  ټیلیفونی تماس کې    هغه په مبارکۍ وئیلو سره  زیاته کړې ،  اسلامی ایران  تیار دی ،  د دواړو هیوادونو ترمینځ  اقتصادی ، سیاسی اوکلتوری اړیکې لازیاتې پراخې کړی .

 ډاکټر روحانی په سیمې او نړۍ کې د سولې او ثبات دلوړتیا او له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره   دمبارزې  لپاره د د وو اړخیزو  ملګرتیاؤ او هلوځلو په ضرورت په ټینګار سره ورښانه کړې ، اسلامی ایران  په دا ورستیو کلونو کې تل   په اصولی توګه له ترهه ګرۍ سره په جدی مبارزې   ټینګار کړی دی .

 هغه   همداراز د ملائشیا ملت اوحکومت ته دنیکمرغه کوچنی اختر په مناسبت  دمبارکۍ په وئیلو سره  وئیلی دی ،  باید  د نړۍ خلکو ته داسلام رحمانی څیره وروښودل شی  او   داسلامی ټولنو اونورو هیوادونو  ځوانانو ته وښودل شی چې  اسلام د د محبت ،سولې او ګډ سوله ایز ژوند دین دی .

 داسلامی ایران ولسمشر  دې ته په اشارې سره چې  دامریکا حکومت   د  درستو نړیوالو قواعدو اوقوانینو  په  اپوټه     له هغې جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  وواته  چې  ملګروملتو  له خوا تائید شوی  وه ووئیل  ؛  دامریکا یو اړخیز پالنه  او په نورو هیوادونو   دخپلو داخلی قوانینو  تپل ، د ملتونو دآزادۍ او د  نړیوالو قوانینو  په اپوټه    دی . 

 دملایشیا نوی لومړی وزیر ماهاتیرمحمد هم  په دغو ټیلیفونی خبرو کې   دایران اوملایشیا  ترمینځ  د هراړخیزو ملګرتیاؤ او اړیکو  پراختیا ډیره مهمه وبلله او وې وئیل  د ملایشیا حکومت سیاسیت به اسلامی ایران سره  د هراړخیزو مناسباتو  په پراختیا او دملګرتیاؤ  په لوړتیا ولاړ وی . ځکه  داسلامی ایران سیاستونه ، دنړۍ له نورو هیوادونو سره  دملګرتیا اوتعامل لپاره  ډیر مناسب اوخوښ دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i73354

captcha