د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ پښتو برخې نه په نقل، په کراچۍ ، پیښور ، لاهور ، کویټه ، ګلګت بلتستان ، فیصل اباد ، ملتان ، پاراچنار ، کواټ ، هنګو او نورو درستو سترو او وړو ښارونو کې ګڼ شمیر حسینی ویرجن د عاشورا دستورې ترسره کوی او د امام حسین علیه سلام او د کربلا د شهیدانو په یاد کې سینه زنی او د غم اوښکی بهوی . همداراز د شیعیانو او اهل سنتو عالمان د کربلا د پیښې په بیلا بیلو اړخونو رڼا اچوی ، حسینی ویرجنو همداراز د ماسپښین لمونځ ادا کړ .په دې مناسبت په درست هیواد کی سختی امنیتی تابیاوې غوره شوی دی او په ځینو سیمو کی اینټرنټ او موبایل سرویس هم بند شوی دی .
د عاشورا په ورځ د پاکستان ولسمشر او لومړی وزیر هم جلا جلا پیغامونه خپره کړی دی . د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د عاشورا په مناسبت په خپل پیغام کی ویلی دی چی د عاشورا ورځ مونږ ته د امام حسین علیه سلام او د هغه حضرت د وفادارو یارانو د عظیمې قربانۍ یادونه کوی .
هغه په خپل پیغام کی زیاتوی چی عاشورا مونږ ته درس راکوی چی د حق لپاره باید هیڅ ډول قربانۍ ورکولو ډډه ونکړو . عمران خان ویلی دی چی د امام حسین علیه سلام استقامت او دریدا زمونږ لپاره د لارې مشال دې .د یادولو ده چی په پاکستان کی نن د عاشورا ورځ ده او په ایران ، افغانستان ، عراق ، یمن ، لبنان اود نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کی پرون د عاشورا ورځ په پرتم سره ولمانځل شوه .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76642