IQNA

د اردن د جوماتونو نه په سپیکر کښې د لمونځ خپرولو بندیز سره مخالفت

22:10 - December 15, 2018
د خبر لمبر: 3481758
نړیواله ډله: د اردن لومړي وزیر عمر الرزاز، د دغه هیواد د اوقاف وزارت له اړخه د جمعه د لمونځ خطبی او لمونځ خپرونو باندې بندیز سره مخالفت کړي.

د ایکنا راپور له مخې، د عربی ۲۱ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اردن د لومړي وزیر دفتر اعلان کړې: عمر الرزاز، د دغه هیواد د اوقاف وزارت له اړخه د جمعه لمونځ او د لمونځ خطبی د جومات له سپیکر نه خپرولو باندې بندیز چې د وزیرانو د شورا نه بې تپوسه یی اجرا کړې دا باید فوري لغو شې.
عبدالناصر ابوالبصل، د اردن د اسلامی چارو او مقدساتو او د اوقاف وزیر د اوقاف چارواکو نه غوښتنه کړې وه چې د جومات له چارواکو نه غوښته کړې وه چې سپکرو نه یواځې اذان لپاره استفاده وکړي.
هغه د اوقاف وزارت چارواکو ته په یو بیانیه کښې څرګنده غوښتنه کړې وه، په جوماتونو کښې د لمونځ په وخت او اذان یواځې په جومات کښې دننه سپیکرو نه استفاده وکړې.
همدارنګه، د دغه حکم پر اساس باید درسونه او د جمعه لمونځو خطبې هم د جومات د مینارو سپکرو نه د خپرولو اجازت نه لرې، د اردن د اوقاف وزیر له اړخه د دغه غوښتنې پر خلاف په پراخه توګه په ټولنیزه ویبپاڼو کښې اعتراض وشو.
captcha