IQNA

د آیت الله محقق داماد په شتون کښې؛

د ایکنا په دفتر کښې د شمس تفسیر نه مخ پرانیستا

11:36 - December 17, 2018
د خبر لمبر: 3481770
د نړیواله ډله: د قرآن کریم ۱۰ ټوکه تفسیر د شمس عنوان سره چې د مصطفی بروجردی اثر دی ۲۵ آذر باندې د ایکنا د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې په دفتر کښې ترې مخ پرانیستا ترسره شوه.

د ایکنا راپور له مخې، دا مراسم په یکشنبه ۲۵ آذر باندې د څېړنو اونۍ شورو کېدو سره او د آیت الله سید مصطفی محقق داماد، د جهاد دانشګاهي چارواکو، د علمونو فرهنګستان د علمي ډلې مشر، د ایکنا خبریالو او د ځنې سیاسي، علمی او څېړونکې شخصیتونو په شتون سره د ایکنا په تالار کښې پيل شو.
د بوستان کتاب نومې خپروونکې موسسې د قرآن کریم شمس تفسیر خپور کړې دی او محمد باقر انصاري د دغه موسسې مشر د دغه مخ پرانیستا مراسمو کښې شتون لرلو، د قرآن کریم شمس تفسیر په ۱۰ ټوکو کښې لیکلې شوې او د دې کتاب لیک، سمون او چاپ ۱۱ کاله وخت اخیستلې دی.
همدارنګه د دغه تفسیر مخ پرانیستا په مراسم د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د زوکړې مناسبت سره سمه د ایکنا نړیواله خبرونو ټولنې په تالار کښې سهار ۱۰ بجې پیل شوه.
http://iqnanews.ru/fa/news/3772345
captcha