IQNA

په افغانستان کښې افغان نفوذي عسکر په خپلو ملګرو ډزې وکړې

0:27 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481774
نړیواله ډله: يو افغان نفوذي عسکر د افغانستان په جنوب کښې قندهار ولايت کښې خپلو پيځه ملګري په ډزو سره ووژل.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې د قندهار ولايت د پوليسو قوماندانۍ وويل، دغه افغان نفوذي فوځي عکسر پرون د دغه ولايت به مېوند ولسوالۍ کښې په خپلو ملګرو ډزې وکړې چې له امله يې پينځه تنه ووژل شول او يو شمېر نور هم ژوبل شول.دغه افغان فوځي له دغې حملې وروسته د پېښې له ځاے وتښتېد. د افغانستان د فوځ په صفونو کښې نفوذي ځواکونه د افغان فوځيانو يو مشکل ګڼل کيږي چې د کابل د حکومت د اندېښنې سبب شوے دے.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78992
captcha