IQNA

د افغانستان په دريو ولايتونو کښې د پارلېماني انتخاباتو نتيجې اعلان شوې

0:31 - December 18, 2018
د خبر لمبر: 3481775
نړیواله ډله: د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن په هلمند، قندهار او هرات ولايتونو کښې د پارلېماني انتخاباتو وړومبنۍ نتيجې اعلان کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې محمد ظفر صادقي، ميروېس پوپل، جاجي غلام ولي افغان، ميروېس خادم، الحاج محمد کريم اتل، عبدالرشيد عزيزي، نسيمه نيازي او حبيبه سادات د هلمند ولايت په پارلېماني انتخاباتو کښې زياتې رائې ترلاسه کړې دي.د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېشن همدارنګ وويل، د قندهار ولايت په پارلېماني انتخاباتو کښې حاجي سيد احمد خادم، سيد مقتدا ميران، محمود خان نصر، روح ا... خانزاده، ګل احمد کمين، محمد عمر شيرزاد، سيداحمد سېلاب او محمد عارف نورزي په ترتيب سره ترټولو زياتې رائې حاصلې کړې دي.
د هرات ولايت په پارلېماني انتخاباتو کښې هم حبيب الرحمن پدرام، محمد رضا خوشک، عمر نصير مجددي، حاجي صادق قادري، منور شاه بهادري، حاجي نثار احمد غورياني، نقيب ا... آروين، غلام فاروق مجروح، حميد ا... حنيف، حاجي شاپور پوپل، سيد عظيم کبرزاني، حاجي غلام فاروق نظري، حيمه جامي، مسعود کرُخي، سيمين بارکزۍ، ناهيد فريد او شيرين شهابي هغه کسان دي چې ولسي جرګې ته يې لار پېدا کړه.
په همدې لړ کښې د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمېشن هم وويل د کابل د رايو د بيا شمېرنې چلند تقريباً حتمي شوے دے او د روانې هفتې تر آخره پورې به له نورو باقي پاتې ولايتونو سره په يوځاے اعلان شي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i78993
captcha