د ایکنا راپور له مخې، له هند نه، راحل ګیتا، د هند اوتارپرادیش ولایت حج کمېټۍ مشر اعلان کړې: دا ایپلیکیشن د ۲۰۱۹ کال د حج زائرانو لپاره جوړ شوې چې د موبایل یو پروګرام دې او اړتیا لرونکې اطلاعات ډېر اسانۍ سره زائرانو ته وړاندې کوې.
هغه وویل، په دغه پروګرام کښې د حاجيانو د پاسپورټ شمېره، په مکه، مدینه او منا کښې د مېشتې معلومات، د حاجيانو د الوتکو اطلاعات، په بیړني حالت کښې ۸۰۰۲۴۷۷۷۸۶ شمېرې ته وړیا ټیلیفون او د حاجيانو د اطلاعاتو لپاره ټاکلې شوې خدمتګارو ځایونو ته لاس رسي، روغتون او هوټلو معلومات حاجیانو ته وړاندې کوې.
ګیتا همدارنګه دې بیان سره چې دا پروګرام له Play Store نه کښته کولې شو، وویل: د حج تمتع مراسم تر پایی رسیدو نه ورستو، د دغه ایپلیکیشن په اړه د نظر ورکولو فورمه په انګلیسې او اردو ژبه کې ورکړې کېږي او له زائرانو به د دغه ایپلیکیشن په اړه د هغې نظر غوښتلې کېږي.
هغه ټینګار وکړو: په جده کښې د هند قونسلګرۍ د حج د زایرانو شکایاتو ته رسېدو لپاره د وټس ایپ 00966543891481 شمېره اعلان کړې ده او د دغه شمېرې په اړه فعالیتونو ملاتړ به کوې، دا مرکز به همدارنګه حاجيانو ته د موبایل سیم کارت هم وړاندې کوې.