IQNA

د اسلام آباد په غونډه کښې د افغانستان په مالکیت د صلحې په مذاکراتو ټینګار وشه

12:01 - July 22, 2019
د خبر لمبر: 3482307
نړیواله ډله: افغانستان، پاکستان او چین د عملیاتي ملګرتیا د خبرواترو د درې اړخیزې غونډې په پنځم پړاؤ کښې د دغو درې واړو هیوادونو استازو د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سره د صلحې د مذاکراتو د پرمختګ په ضرورت ټینګار وکړ.

افغانستان، پاکستان او چین د عملیاتي ملګرتیا د خبرواترو د درې اړخیزې غونډې په پنځم پړاؤ کښې د دغو درې واړو هیوادونو استازو د افغانستان په مشرۍ او مالکیت سره د صلحې د مذاکراتو د پرمختګ په ضرورت ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې ویلې دي: په دغه غونډه کښې چې په اسلام آباد کښې ترسره شوه، د پاکستان د خارجه وزارت سیمه ایز لوې مدیر زاهد حفیظ چودري، د افغانستان د خارجه وزارت د وړومبۍ سیاسي شعبې مشر محمد موسی عارفي او د چین د خارجه وزارت د آسیايي برخې لوې مدیر وو جیانګ هاؤ شتون درلود.

د CAPPCD په نامه د چین، افغانستان او پاکستان د عملیاتي ملګرتیا د خبرو اترو غونډه په کال ۲۰۱۷ کښې د اقتصادي تعاملاتو د زیاتولو، د ملګرتیاؤ د ښه کولو او د سیمه ایز اتصال د اسانتیا لپاره جوړه شوه.

http://parstoday.com

captcha