IQNA

پاکستان حکومت د جمعيت پلويان په لاريون کې د ګډون په تور نيولي

20:37 - October 25, 2019
د خبر لمبر: 3482466
نړیواله ډله: په پلازمېنه اسلام اباد کې حکومت د مذهبي ډلې جمعيت علما اسلام يو شمېر پلويان په دې تور نيولي، چې د راتلونکي ازادي مارچ لپاره يې تياری نيولی.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه ویبپاڼې نه په نقل،
د مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن پتېيلې چې د روانې اکتوبر مياشتې پر اوه   ويشتمه  نېټه  په  اسلام اباد کې د صدراعظم عمران خان  د حکومت  پر ضد پرلت او پراخ  لاریون  وکړي.
مولانا فضل الرحمن  وايي، چې ترهغو به خپل لاریون ته دوام ورکړي، ترڅو چې د عمران خان حکومت  له  منځه  نه وي تللی. د نوموړي په خبره  د اپوزيسيون ګوندونو په  ملتيا يې د درانه  بار ته  اوږه  ورکړې ده. خو بل لور ته  حکومت  مولانا فضل الرحمن ته  د خبرواترو له  لارې د ستونزو د هواري لپاره  واړنديز کړی دی.
حکومت  هڅه کوي، د مولانا فضل الرحمن لاریون  او پرلت  ناکامه  کړي، چې لپاره يې په اسلام اباد کې بشپړ تياری نيول شوی، د لاریون کوونکو د مخه  نيولو او لارو د تړولو لپاره  به سل کانټينرونه  پر سړکونو ځای پرځای شي او تر دې  وړاندې تېره  اوونۍ  په  اسلام اباد کې د ديني مدرسو د زده کوونکو په اړه مالومات  رايوځای کړي دي. پر دې برسېره موټرچلوونکو او د خوراکي توکو پلورونکو ته امر شوی، چې د پرلت له  ګډون کوونکو سره  هيڅ  ډول مرسته  ونه  کړي.
د مذهبي ډلې جمعيت علما اسلام  د پلويانو چې زيات شمېر يې د ديني مدرسو زده کوونکو دي دا مهال تر سخت حکومتي فشار لاندې دي. په  دې هېواد کې د وفاق المدارس تر سیورې لاندې زرګونه  ديني مدرسې دي، چې په کې ميليونونه  زده کوونکي دیني او عصري زده کړې کوي. زياتره  مدرسې په  پنجاب او کراچۍ کې دي.
http://talwasa.af/2019/10/25/
captcha