IQNA

د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب د ايران پاليسي له نړيوالې ټولنې سره د رغانده تعلقاتو په بنياد وبلله

20:43 - October 25, 2019
د خبر لمبر: 3482467
نړیواله ډله: د تهران د جُمعې د نمانځۀ خطيب وويل، د ايران د اسلامي جمهوريت پاليسي د امريکې او صهيونېسټ رژيم د پاليسۍ په اپوټه له نړيوالې ټولنې سره د رغانده تعلقاتو په بنياد ده.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، حجت‌الاسلام و المسلمين سيد «محمد حسن ابوترابی‌فرد» نن د تهران د جُمعې د نمانځه به خطبو کښې په دې باندې په تاکيد سره چې امريکه او صهيونېسټ رژيم او له هغوي سره غږمله هېوادونه يوازې د زور به ژبه پوهيږي، واضحه کړه، هغه هېوادونه چې غواړي د دغو زياتي خورو په مقابل کښې له خپلو ملی ګټو څخه دفاع وکړي پکار دي چې په سياسي، سائنسي، دفاعي او اقتصادي قوت او اقتدار سره د خپلو ګټو ساتونکي وي.ابوترابي فرد زياته کړه،د ايران د ملت د انقلابي حرکت دشروع کېدو او اسلامي نظام د جوړېدو له وخت نه د امريکې او صهيونېسټ رژيم پاليسي جنګ جوړونه او د ايران له اسلامي جمهوريت سره مسلسله مقابله ده.
د تهران د جُمعې  د نمانځه خطيب د دې په بيانولو سره چې د نړۍ له يو قطبي والي سره مقابله د ايران د اسلامي جمهوريت په شل کلني پس منظر کښې له هدف لرونکو مواردو څخه ده دا خبره په ګوته کړه چې د دوو اړخيزو سيمه ايزو او نړيوالو ملګرتياو پراختيا، له هېوادونو سره په تعلقاتو کښې له تاوتريخوالي ډډه، له غېر دښمنو هېوادونو سره د رغانده تعلقاتو مضبوطيه، د ملي توان د زياتولو لپاره له تعلقاتو استفاده او د اغيارو له موجودګۍ څخه د سيمې د خلاصولو لپاره هلې ځلې د ايران د اسلامي جمهوريت ځينې پالېسۍ دي.
ابوترابي فرد وويل، دفاعي قوت، د اسلامي مقاومت مقتدره محاذ او د ايران د ملت وحدت او يووالے د ايران د اسلامي جمهوريت په جغرافيا باندې له تيري څخه د امريکې مخه نيونکي عوامل دي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i85470
captcha