IQNA

د نړۍدرستومسلمانانو ته دې د رسول الله نیکمرغه زوکړه مبارک وی

15:04 - November 10, 2019
د خبر لمبر: 3482492
نړیواله ډله: د تهران ریډیو درست کارکونکی په دې مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

د ایکنا راپور له مخې، د سحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړ ی ، دپاکستان ولسمشر  عارف علوی او لومړی وزیر  عمران خان نن د  اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت  پخپلو  جلاجلا پیغامونو کې  حضرت محمد مصطفی(ص) په نړۍ کې د سولې او عدالت  ځیری ورکونکی بللی دی .

  دوی همداراز وئیلی دی،د تفرقې،توپیر،افراط پالنې،فساد او تاؤتریخوالی د له مینځه وړلو لپاره  هڅې کوو او  د پیغمبر اکرم  په لارې   ګامونه  پورته کوو .

 داپه داسې حال کې دی چې د  اهل سنت  د  اعتقاد په اساس ، داسلام د ګران پیغمبر  زوکړه د ربیع الاول په دولسمه نیټه او داهل تشیَع  په اساس دغه نیکمرغه زوکړه د ربیع الاول په اولسمه نیټه  ده ، چې  دایران داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی د وحدت او  یووالی په  خاطر  د ربیع الاول له دولسې تر اولسمې نیټې پورې  د وحدت اوونۍ نومولې څو  د اسلامی امت د  اتحاد او یووالی  لپاره  یوسمبول شی ، چې  په درستې اسلامی نړۍ کې  دوحدت  اوونۍ  په ډیر پرتم او  ولولې سره لمانځل کیږی .
 د تهران ریډیو درست کارکونکی  په دې مناسبت  درستو مسلمانانو په تیره بیا  تاسو خوږو  دوستانو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

https://parstoday.com/

 

captcha