IQNA

ځانګړي خبرې/

د آیت الله تسخیري له نظره د وحدت ترټولو مهم خنډونه / د الازهر سره همکارۍ ته تیار یو

0:11 - November 13, 2019
د خبر لمبر: 3482496
نړیواله ډله: د اسلامی مذهبونو د نږدیښت نړیوالي غونډې عالي شورا مشر په دې ټینګار سره چې د اسلامي امت د دښمنانو استعماري پلانونو پروړاندې مقاومت لپاره په قرآنی احکامو عمل او اتحاد ته اړتیا لري څرګنده کړه: د ځیني عالمانو او علم سره منتسب کسانو تعصب د مسلمانانو ترمینځه د وحدت ترټولو مهم خنډ دي.

د ایکنا راپور له مخې، آیت‌الله شیخ محمدعلی تسخیری د کال ۱۳۲۳ د مهر میاشتې ۲۷ په نجف کښې زږیدلي. د اسلامی مذهبونو د نږدیښت نړیوالي غونډې عالي شورا مشر، د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اسلامي نړۍ په چارو کښې مشاور، د اسلامی مذهبونو د نږدېښت نړیوالي غونډې مشر هم پاتی شوی دی.
د هغوي په هکله نوره پیژندګولي لپاره د وحدت اونۍ او د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د زوکړي په مناسبت سره یو ورځ د اسلامی مذهبونو نږدیښت نړیوالي غونډي په دفتر کښې د هغوي میلمانه شو او د ایران له دغه کارپوه، مفسر، لیکوال، څېړونکې او د اسلامی نړۍ د وحدت ویاند سره مو د هغوي د هیواد نه بهر فعالیتونو، د اسلامی مذهبونو په نږدیښت کښې د الازهر رول او د مسلمانانو ترمینځه د اتحاد مهم خنډونو په اړه خبرې اترې وکړي. دغه مرکه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو.
ایکنا: د الازهر او د هغې د مذهبونو د نږدیښت د فعالیتونو په اړه څه نظر لری؟
الازهر له هم هغه لومړو نه د نږدیښت هدف او هڅونې سره جوړ شوې وو او فاطمیون چې په مصر باندې واکمن وو دغه مرکز یی جوړ کړي وو، په هغې کښې د اسلام پنځه واړه مذهبونه(شیعه، شافعی، حنفی، مالکی و حنبلی) به تدریس کېدل، الازهر تقریبا تر ۱۹۴۰ کال پورې د اتحاد بېرغ په لاس و او په دغه کلونو کښې ښه ګټي هم شورو شوي وو او هغه دا وو چې د الازهر عالمانو د قم عالمانو سره همکاري لرله، د مذهبونو ترمینځه اتحاد یی رامینځته کړواو اتحادی فعالیتونه یی ترسره کول. رسالة الاسلام مجله او په الازهر کښې د شیعه فقه تدریس د اتحاد جوړولو پایلې وي.
د الازهر د دارالتقریب برخلیک څه شو؟
له ۱۹۴۰ نه تر ۱۹۷۰ کال پورې د الازهر مشران او په نجف او قم کښې د شیعه مشرانو له مړه کېدو نه ورستو د تقریب کارونه هم سست شو او د ایران اسلامی غورځنګ نه ورستو تحمیلي حنګ، د رهبر معظم له اړخه د اسلامي مذهبونو دارالتقریب بیا ژوندي کولو اقدام، البته د دارالتقریب په ځاي یي د اسلامی مذهبونو د نږدیښت غونډه جوړه کړه چې هدف یي هم د قاهره د دارالتقریب کارونو ته ادامه ورکول وو. مونږ هڅه کوو چې د وحدت د غونډې نه مخکښې د قاهره دارالتقریب فعال کړو، خو مونږ کامیاب نشو.
ایکنا ستاسو په نظر د مسلمانانو ترمینځه د وحدت ستر خنډ څه دی؟
په دې اړه خبرې زیاې دې، خو د یو لنډیز په توګه به درته وویم د اسلامی مذهبونو ترمینځه د وحدت ستر خنډ تعصب دې، د ځیني عالمانو تعصب، او دغه تعصب ځیني مجبوره وې چې نور کسان تکفیر کړي او په بدعت تورن شي.
د تقریب په خلاف یو بل عامل، جهل دی؛ د ځني مسلمانانو جهل، په حقیقت کښې د یو بل د مذهبونو نه جهل، که چري هغي سره شې او تفاهم ته ورسیږي نو پوه به شې. خو دغه جهل خپل کار کړي او هر یو بل په کفر تورن کوي او هم دغه د وحدت خنډ دي.
captcha