IQNA

په کاناډا کې د مسلمانانو وژنې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غبرګون

16:56 - June 09, 2021
د خبر لمبر: 3484358
تهران (ایکنا) - د کاناډا پهاونټاریو ولایت کې ترهګریز برید په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اسلاموفوبیا پر وړاندې د نړیوالې مبارزې غوښتنه وکړه.

آنتونیو گوترش،د ملګرو ملتونو عمومي منشي د اسلاموفوبیا پر وړاندې د نړیوالې مبارزې غوښتنه وکړه.
ګوترش، په کاناډا کې د پاکستان مسلمانۍ کورنۍ په قصدي وژنه باندې د کرکې څرګندولو په ترڅ کې، ټویټ وکړ: "زه د کاناډا په اونټاریو کې په یوه مسلمانې کورنۍ د قصدي او وحشیانه برید له امله ویره لرم. هغه زیاته کړه: "زما د زړه خواخوږۍ له قربانیانو،کورنۍ او د هغوي عزیزانو او اسلامي ټولنې سره دۍ."
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل ټویټ کې دوام ورکړ: "اوس له هرڅه ډیر، موږ باید له اسلاموفوبیا او هر ډول نفرت پر وړاندې متحد ودرېږو."
د کاناډا د پولیسو په وینا، یوه مسلمانه کورنۍ چې 14 کاله دمخې له پاکستان کاناډا ته کډواله شوې وه د یکشنبې په ماښام په تروریستي برید کې په نښه شوې وه.
پدې پیښه کې، د اسلاموفوبیا کس د کورنۍ په کور له یو ټرک سره برید وکړ او څلور یې پکې ووژل. د کاناډا پولیس وايي، شل کلن ناتانیل ویلټمن د دې جرم مرتکب شو او د څلورمې کسانو د لومړۍ درجې وژنې په تور محکوم شوی دی.
په زرګونو کاناډایانو تیره شپه د کاناډا د لومړي وزیر جسټین ټروډو په ګډون د کاناډا چارواکو لخوا په بیلا بیلو مراسمو کې قربانیان ولمانځل.
3976459

captcha