د مسجد الحرام د چارو مشر عبدالرحمن السدیس، په دې اړه وایي: دا ربوټ تر ۸ ګنټو پورې په خپلې شارژ شوې بطري سره بې له انساني مداخلت د زائرانو او عمره کونکو ترمنیځه زمزم اوبه وېشولی شي.
هغه زیاته کړه: د دې رباټ ځانګړتیا داده چې په زمزم اوبو د وېش په وخت، ۲۰ ثانیې وقفه کوي تر څو هر زائر په اسانۍ سره د اوبو بوتل ترلاسه کړي.
السدیس له دې بیان سره چې دا ربوټ مصنوعي عقل لري وویل: د زمزم وېشولو په وخت به ربوټ له چا سره نه لږي یا د زائرانو په لاره کې به هغوي ته خنډ نه جوړېږي.
هغه زیاته کړه: دا نوې ټکنولوژي په ځانګړې توګه بیا د کرونا د وبا په وخت کې د بشریت ستر خدمت دی تر څو د مسجدالرام د زایراو سلامتیا حفظ شي.