IQNA

فلسطیني ډلو په تل اویو کښې عملیاتو ته غبرګون وښود

16:48 - May 06, 2022
د خبر لمبر: 3485757
تهران(ایکنا)-فلسطیني ډلو د تل ابیب په ختیځ کښې د تیرې شپې د شهادت غواړو عملیاتود مبارکې په ترڅ کښې هغه د الاقصی جومات په دفاع کښې د فلسطین د ملت د انتفاضې او د غصې برخه وبلل .

ایکنا خبري اژانس د فلسطین الیوم په قول وویل جهاد اسلامي غورځنک وویل: د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د پوځ او د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو لخوا د الاقصی جومات سپکاوی د فلسطین د ملت پر ضد د جنګ د اعلان په معنا او له سرو کرښو تیریدل دي او له همدې کبله د فلسطین ملت له صهیونیسټ نیواکګر رژیم او د هغه له جنایتونو سره مقابلې ته دوام ورکوي.
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ دغه راز دغه عملیات د الاقصی جومات د بریالیتوب لپاره وبلل.
د اسرائیلود تل اویو په ختیځ کښې په العاد سیمه کښې د دوو فلسطینیانو لخوا په سړو او ګرمو وسلو حملې سره څلور ښارګي میشته صهیونیسټان هلاک شوي او درې نور ژوبل شوي.
د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم په یوې خبر پاڼه کښې دغه عملیات د فلسطین د ملت پرضد د اسرائیلو د نیواکګر رژیم تیریو ته د فلسطین د ملت د غصې برخه وبلل او ټینګار یې وکړ:په الاقص جومات باندې یرغل بې سزا نشي پاتې کیدلی.
د فلسطین د غزې تړانګې د ولسي جبهې د اطلاعاتود دفتر مسئول احمد خریس هم وویل: د تل اویو عملیات په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو تیري او د قدس د یهودي کولو هڅو ته زمونږ د ملت او د هغه د مبارزانو د ځواب ورکولو نښه ده.
د مقاومت کمیټیو هم نوي اتلوال عملیات د صهیونیسټ دوښمن د لړزانتیا او د هغه د کمزورتیا نښه وبلل او ویې ویل دغه عملیات د صهیونیسټي دوښمن جرمونو او په الاقصی جومات باندې د هغه تیریو ته طبیعي ځواب دی.
د فلسطین مجاهدین غورځنګ هم د العاد سیمې عملیات په قدس او الاقصی جومات باندې د صهیونیسټانو حملو ته طبیعي ځواب وباله او ټینګار یې وکړ: د فلسطین مقاومت کونکی ملت په خپلې وینې سره د القصی جومات د سپیڅلتیا ساتلو ته هوډمن دی او دغه عملیات د مقاومت ډلو نوی ګوزار دی چې د هغو په مقابل کښې د صهیونیسټ رژیم امنیت دړی وړی شوی دی او مونږ د یوې حقیقي انتفاضې په مقابل کښې یوو کومه چې زمونږ ملت په وینې او بریدونو سره د قدس او د الاقصی جومات د دفاع لپاره پیل کړي ده .

4054939

captcha