IQNA

ترکیه ډیر مشهور او ستر اسلامي میوزیم لري

13:46 - May 18, 2022
د خبر لمبر: 3485811
تهران (ایکنا)- د استانبول په سلطان احمد میدان کښې د ترکیې او د اسلامي هنرونو میوزیم د ترکیې د لومړي میوزیم په توګه د اسلامي هنر له لومړي پړاو څخه تر شلمې پیړۍ پورې اثار لري

چې له ټولي اسلامي نړۍ څخه د مسلمانانو لخوا جوړ شوي شیان او د قران کریم زړې خطي نسخې پکښې شاملې دي.

ایکنا خبري  اژانس وايي هر کال د مي د میاشتې اتلسمه نیټه د میوزیم او د کلتوري میراث د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي .

اسلامي تعلیمات تل مسلمانو هنرمندانو او صنعتګرانو ته الهام بښونکي دي او په دنیا کښې د اسلامي تمدن هنري اثارو ټولو خلکو ته معلوم دي .

په همدې مناسبت مو د اسلامي ټاټوبو د تمدن او د تاریخ په زمینه کښې د نړۍ په یوه تر ټولو مهم میوزم غور کړی دی .

د استانبول د ترکي او د اسلامي هنرونو میوزم (Türk-Islam Eserleri Müzesi) د ترکیې هیواد یو مهم میوزیم ګڼل کیږي .

دغه میوزیم د عثماني سلطنت په وروستیو کښې له جوماتونو ، نورو مذهبي ځایونو او  مقبرو څخه د تاریخي هنري اثارو زیاتیدونکو غلاګانو ته په غبرګون کښې او د عثماني د اوقافو د وزیر او د شیخ الاسلام «خیري افندي» په نوښت سره د دغو هنري اثارو د قاچاق د مخنیوي لپاره پرانیستل شو .

د ترکي او اسلامي هنرونو میوزیم چې په اختصار سره ورته ټي ايي اي ایم (TIEM) ویل کیږي د ترکیې هیواد لومړنی میوزیم دی چې د ترکیې او اسلامي هنري اثار یې د یوه بل په څنګ کښې کیښودلي دي .

دغه میوزیم د اسلامي هنر له لومړیو څخه تر شلمې پیړۍ پورې د دیني هنري اثارو خزانه لري .

د ترکي ، اسلامي هنرونو میوزیم د ۲۰۱۴ میلادي کال په اپریل میاشت کښې په اساسي ډول له مرمت وروسته د خپلې سلمې کلیزې په مناسبت  په ځانګړیو پروګرامونو سره له سره پرانیستل شو .

دغه میوزیم په نړۍ کښې د تر ټولو ښې قالینې په لرلو مشهور دی .

په دغه میوزیم کښې د وسپنې ، د شیشې او د کاشیو یعني ټایلونو اثار د عثماني پړاو په دولسمې ، دیارلسمې او اخري پړاو پورې مربوط دي .

د ترکیې په دغه میوزیم کښې د ځانګړي خطي نسخو کابو دوه لکه ورقونه شته چې په سترو او لویو صفحو یعني پاڼو باندې لیکل شوي دي او په دمشق کښې له امویه جومات څخه لاس ته راغلي دي .

د قوم نګارۍ برخه د دغه میوزیم تر ټولو نوي برخه ده .

څه موده مخکې د« اثار مقدس» یعني سپیڅلیو اثارو  په نوم یوه برخه په دغه میوزیم باندې ورزیاته کړې شوه چې پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم ته منسوب یادګارونه پکښې شامل دي .

د ترکیې او د اسلامي میوزیم مدیر اکرم ایتار وايي: مونږ په خپل میوزیم کښې د بیلابیلو ټولګو کابو څلویښت زره اثار لري او همدا اوس د دغه میوزیم چارواکي هڅه کوي چې په دغه میوزیم کښې موجود  هنري اثار ډیجیټال کړي

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

موزه هنرهای اسلامی-ترکی استانبول

4057356

.

بچوې: اسلام ، ترکیه ، موزه
captcha