IQNA

قران مجید څه وايي/ 10

د انسان د ودې په لاره باندې د هدایت د دوښمن اغیز په کوم ډول دی؟

16:00 - June 18, 2022
د خبر لمبر: 3485891
تهران(ایکنا)-په الهي لاره کښې هدایت یوشمیر دوښمانان لري او د دغو دوښمانانو د نفوذ د لارو د پيژندلو لپاره ښه خبره دا ده چې لومړۍ د خپلې کمزورتیا ټکي وپیژنو.

د انسان د پنځون له پیل راهسې شیطان تل هڅه کوي چې انسان په بیلابیلو رودو سره خدای پاک ج ته د نږدې کیدا له لارې منع کړي او انسان بې لارې او ګمراه کړي.

خدای پاک ج په قران کښې انسان له دغه دوښمنۍ څخه خبروي او د شیطان ډيرې دوکې ورکول یې بیان کړي دي او انسان ته یې خبرداری ورکړی دی.

د شیطان اصلي هدف له خدای پاک ج څخه د نافرمانۍ لپاره انسان ته د دوکې ورکول او طاغوت ته ګروهنه ده.

انسان د شیطان د بلنې په منلو یا ردولو کښې کاملا خپلواکه دی او که چیرې د شیطان بلنه ومني هره پښیماني او ملامت انسان ته متوجه دی.

«وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ ... وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ..:

شیطان( په قیامت ورځ) هغه وخت چې کار ( د بندګانو محاسبه کول) پاې ته ورسیږي( خپلو پیروان) ته وايي :ما په تاسو هیڅ تسلط نه درلود پرته له دې چې تاسو ته مو بلنه درکړه او تاسو دغه بلنه ومنله، نو بس ما  ملامت نکړئ او ځان ملامت کړئ.......»( ابراهیم،۲۲)

د شیطان د نفوذ ډیرو لارو ته په قران کریم کښې اشاره شوي ده:

«...لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَنْ يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ...

د شیطان د ګامونو پیروۍ ونکړئ؛ او هرکله چې د شیطان د ګامونو پیروۍ کوي (هلاک کیږي) ځکه چې شیطان د ډیر ناوړه کار او د نا خوښ عمل حکم ورکوي»( نور/۲۱).

قران کریم  د شیطان د منحرف کولو د څرنګوالي په هکله د « خطوات الشیطان» عبارت کارولی دی چې ووايي: شیطان ګام په ګام انسان د ګناهانو د ترسره کولو په لور کاږي.

«...فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ:

شیطان د هغوې اعمال د هغوې لپاره ښکلي کړل او نن ( هم) د هغوې سرپرستان هماغه دي او د دوې لپاره دردونکی عذاب دی» (نحل/۶۳)

د ایران ستر عالم محسن قرائتي د قران د دغه ایت په تفسیر کښې وايي :

۱)د شیطان د نفوذ لاره، د ناوړه کارونو ښکلي ورښودل او د انحرافاتو توجیه کول دي. «فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطانُ أَعْمالَهُمْ»

)۲ د شیطان د جلوو منل د هغه د سلطې سریزه ده. . فَزَيَّنَ‌ ... فَهُوَ وَلِيُّهُمُ‌

مومن ته د غم القا کول او د خدای پاک ج په لاره کښې د حرکت کولو لپاره د هغه بې انګیزې کول ، د انسان له ذهن څخه د خدای د یاد  ختمول ، له دروغو د ډکو ژمنو ورکول او ډیرې نورې دوکې ، د شیطان د نفوذ لارې دي ؛چې قران کریم انسان  له هغوې منع کړی دی.

تړلې خبرونه
captcha