ایکنا خبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ ، افغانستان په تیره بیا د کابل ، کندوز او بلخ ولایونه په وروستیو میاشتو کې د داسې مرګونو چاودنو شاهدان دي چې له امله ئې په سلګونو عام کسان په تیره بیال په لسګونو لمونځ ګوزار او زده کونکي شهیدان او ټپیان شوي دي . ددغو یرغلونو پړه هم داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستي ده . په داسې حال کې چې پرون هم په کندوز کې اهل تسنن په یوه جومات کې د جمعې لمانځه د اداکولو په وخت په غیر انساني او مرګوني چاودنې کې په سلګونو لمونځ ګوزار شهیدان او ټپیان شوي دي.
راپورونه ښئ چې نن سهار هم د افغانستان پلازمینه کابل پرله پسې درو چاودنو ولړزاوۀ .
راپور کې وئيل شوی دي ، د کابل ښار د څلورمې امنیتی حوزې په شاوخوا درم پروان سیمې کې دغه چاودنې شوي او دغه راز د خبر ترمخابیره کیدا پورې په سیمې کې تیت پرک ډزې هم روانې وې .
داهم وئيل شوي دي ، چې دې ځل دهندوانو په عبادت ځاي درمسال باندې دترهه ګرو شیشت برابرشوی دی .
البته ددغو چاودنو داحتمالی مرګ ژوبلو شمیر نه دی اعلانی شوی او دطالبانو حکومت هم منلې ده چې دې ځل د هندوانو په عبادت ځاي درمسال حمله شوې ده . چې په اړه ئې پلټنې روانې دي .