IQNA

په هند کې هغه خبریال چې پیغمبراکرم ته ئې سپکاوی ایشوا کړی،ونیول شو

16:51 - June 29, 2022
د خبر لمبر: 3485940
ایکنا-(تهران) د هندوستان پولیسو یو مسلمان خبریال څو اونۍ مخکې د اسلام دګران پیغمبر په ضد واکمن بی جې پي ګوند دویندوي د سپکو څرګندونو په باب دهغه له ایشواکیدنې وروسته وینوۀ .

ایکناخبری آژانس  دسپوټنیک عربی  له قوله راپور راکړ ، د هندوستان پولیسو په ډیلي کې  دحقایقو د ایشواکونکي یوه  خبری سایټ یو بنسټګر د څو اونۍ مخکې د  اسلام دګران پیغمبر(ص) په ضد نریندرا مودي په مشرۍ د هند د واکمن ګوند (بی جې پی)  دوئيندوي نوپور شارمر دسپکو څرګندونو په باب له ایشواکونو وروسته  ونیوّۀ .

د ( AltNews   ) ویب پاڼې بنسټګر محمد الزبیر هغه څرګندونې چې دمئ میاشت په وروستیو کې ئې په یوې خبری چینل کې په مناظرې کې مطرح کړې وې ، پخپل توټيپر پاڼې کې ایشواکړې .

کله چې د واکمن بي جې پي ګوند د ویندوي نوپور شرماڅرګندونې خپرې شوې،نو دمسلمانانو  اعتراضونه هم راپورته شول او دغه پيښه  له مسلمانو هیوادونو سره په یوه ډيپلوماټيک بحران بدله شوه چې دغه څرګندونې ئې محکومې کړې .

د جون په پنځمه نیټه  د شرما په لیریکیدا او طوفان زیاتیدا سره ، دنریندرامودي حکومت له دغو خبرو واټن واخست. شرما  د هغه کرغیړنو څرګندونو په دلیل تورن شو .  له هغه وخته  هغه  له عمومي نظره پټ  شو ، البته دهغه د پټيدا ځاي ناپيژندل شوی دی . 

 محمد الزبیر  د مذهبی هماهنګۍ له ساتنې سره داړونده قانون د دوو مادو په اساس په یوه شکایت ونیول شو چې  په هغه شکایت کې ادعا شوې ده،هغه په یوه ټولنیز پیغام کې په ۲۰۱۸کال کې د هندوانو سپکاوی کړی دی .

تیره میاشت د بشری حقوقو لسو ادارو او تنظمیونو د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوالې ورخې وئیلي دي،چې هندي چارواکو خبریالان او نیوکه کونکي د حکومت په سیاستونو او اقداماتو باندې د دوي د نیوکو په دلیل تر دباؤ لاندې راوستي دي چې ډیره د افسوس خبره ده .  

https://iqna.ir/fa/news/4067336

captcha