IQNA

د حضرت امام جواد(ع)د حرم زیارت ته څلور میلیون زیارتوال ورغلي

17:47 - June 30, 2022
د خبر لمبر: 3485943
ایکنا-(تهران) د عراق د امامیّن کاظمیّن  علیهم السلام  دمقدس آستان  مسئولانو ووئيل ، دحضرت امام محمد تقي علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناسبت په دستورو کې  په دغه حرم کې څلور میلیون زیارتوال غونډل شوي دي .

ایکناخبری آژانس راپور ورکړ ، د عراق د کاظمین دامامین د سپيڅلی حرم  د آستان مسئولانو نن په دا وروستیو کې په یوې  اعلامیې کې  ووئيل ، چې د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت دکلیزې په دستورو کې  په کاظمین کې ددغه  بزرګوار امام په حرم کې د زیارت او تسیّت وئيلو لپاره  کابو څلور میلیون زیارتوال  غونډ شوي دي .

 د کاظمین د مقدس آستان  دارلانشاء په دې اعلامی کې وئيلی دي ، درست ځواکونه او د حرم افتخاري  خادمان او رضاکار ځواک ،د علیمه حوزو ، دیني اورګانونو ، امنیتي  ،  خدماتي ، روغتیائي  او مدني  اداروپه څير له موسیسو او اورګانونو سره یو ځاي  غونډ شوي  او په بریالیتوب او امن او ثبات سره ئې  د حضرت امام جواد علیه السلام د شهادت   دکلیزې په مناسبت په درستو دستورو کې د میلیونونو زیارتوالو  خدمتونه کړي او دغه درست پروګرام ئې په ښه توګه مدیریّت کړی دی .

 

https://iqna.ir/fa/news/4067701/تشرف-

captcha