ایکنا خبري آژانس د باختر نیوز له قوله راپور راکړ،دتایلینډد مسلمانانو د اسلامی خیرّیه موسیسې(Thailand Muslim Charitable Foundation) مشر پرون دافغانستان د طبیعي پيښو د چارو له مرستیال وزیر مولوی شرف الدین مسلم سره په کتنې کې ووئيل،دغه فاؤنډیشن څه دپاسه لس میلیون افغانۍ(کابو یولک لس زره ډالر)د افغانستان دجنوب ختیځي سیمو له زلزله ځپلو سره دمرستې په توګه غونډې کړي دي.
د افغانستان د طبیعي پیښو د چارود وزارت په اعلامییې کې د شرف الدین له قوله وئیل شوي دي چې زلزله ځپلو دغه دانسان دوستۍ مرستې سملاسی ترلاسه کړي دي او اوس د دوي لپاره د دیامي کورونو جوړولو ته اړتیا ده.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د جون په ۲۲نیټه زورورې زلزلې په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي او دغه راز ئې په سلګونو کورونه هم ویجاړ کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې په دا وروستیو :ې د افغانستان دطبیعي پيښو د چارو وزارت د دغه هیواد دانسان دوستۍ دمرستو اوپراختیا د ادارې په وسیله په زلزله ځپلو ولایتونو کې د کړیدلو خلکو لپاره د کابو دوو سوو کورونو دجوړولو خبر ورکړی دی .