IQNA

په کینیډا کې یوه جومات د دینونو دپیروکارو د ګډ ژوندپه پياوتیا کې نوښت ترلاسه کړ

16:04 - August 11, 2022
د خبر لمبر: 3486096
ایکنا-(تهران)د کینیډا په  انتاریو ښار کې یوه جومات د وړیاخوړوپه وړاندې کولو او دتفریحي پروګرامونو په ترسره کولو سره د نورودینونو د پیروکارود هرکلی کلنۍ پروګرام ترسره کړ.

ایکناخبری آژانس د بریرټوډې له قوله  راپور راکړ،د کینیډا په انتاریو ښار کې د ؛بری ؛جومات مشر یوسف هارون په یولړخبرو کې ووئيل،مونږ په همداوروستیو کې د بري جومات جوړول پاي ته رسولي دی، په دغه جومات کې  د اسلام له دین سره د اړونده پوښتنو د خواب وئيلو په خاطر مو یو مرکز هم جوړ کړی چې د ټولو مسئلو اوپوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

دغه ستر جومات چې  د لومړي ځل لپاره  په ۲۰۰۴ کال کې په فریس لین سیمې کې  افتتاح شو،په همدا وروستیو کې پراخ شوی  او کابو پنځه سوه ځاي کورنیو ته خدمتونه  اومرستې رسوي.

د بري جومات له پلوه د نورو دینونو له پیروکارو څخه د هرکلي کلنۍ دستورې د وړیا خوړو  او دتفریحي پروګرامونو له وړاندې کولو سره یوځاي وې  او ځاي پلورونکو خپل شیان د خرڅلاؤ لپاره  وړاندې کړل. د دستورو په ځاي کې د اوروژونکي ادارې (فایر بریګیډ) یو ګاډی هم موجود ؤ او ددغې ادارې مامورانو،ماشومانو ته د اور وژنې آلې او نور تجهیزات وروښودل اوټرینینګ ئې ورکړ. همداراز د پيټزا خرڅونکي ریستوران  یوه مالک  د حاضرو کسانو لپاره  وړیا پيټزاوانې  هم  ډالۍ کړې.

د کینیډا د احصایو دادارې د راپور په اساس، په کینیډا کې دمګړۍ مسلمانان یوه ترټولو چټکه وده کونکي ټولنه ده.د کینیډا دمسلمانانو آبادي په تیرې لسیزې کې تر دوه اتیا فی صدو پورې زیاته شوې  و په ۲۰۰۱کال کې له کابو  پنځه لکه نهه اویا زره نفوسو څخه په ۲۰۱۱کال کې څه دپاسه یو میلیون کسانو ته رسیدلې ده .مسلمانان په کینیډا کې د ټولې آبادۍ  کابو درې  اعشاریه دوه فیصدي نفوس جوړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4077436/%D8

captcha