ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت دخارجه وزارت مرستیال ویندوي حافظ ضیاءاحمد پرون ناوخته د طالبانو د خارجه وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره د ایران د ولسمشر د ځانګړی استازي حسن کاظمي قمي د لیدوکاتوخبر ورکړ.
د طالبانود خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي همدارازله ایران سره د تجارت او ټرانزیټ په زمینې کې د آسانتیاؤ د رامینځةکولو غوښته هم وکړه. امیر خان متقي په دغې کتنې کې د ایران په بانکونو کې دافغان تاجرانو دبانکي حسابونو دمحدودیّت پر ختمولو هم ټينګار وکړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت پلاوي مشرهم په دغې کتنې کې ټينګارکړی،اجازت نه ورکوي،ځینی مسئلې د دواړو هیوادونو پر اړیکومنفی اغیزې وشیندي .
ددغې ناستې په پاي کې موافقه وشوه چې د افغانستان د مختلفو اورګانونو یو پلاوی ایران ته سفر وکړي.