IQNA

د ایران ولس د بلواګرو او شرغواړو په ضدخپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کړ

6:51 - September 24, 2022
د خبر لمبر: 3486263
ایکنا-(تهران)د ایران ولس پرون  د جمعې لمانځه له اداکولو وروسته په خودجوشه توګه  دایران دملت د دښمنانو او غولیدلو بلواه ګرو په ضدپه میلیوني لاریونونو سره خپله کرکه او غوسه نندارې ته وړاندې کړه

ایکناخبری اژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران لمونځ ګزار  او موقعه پیژاند ولس پرون له جمعې لمانځه وروسته د اسلامي ایران په بیلابیلو ولسوالیو او ښارونو او په پلازمینې تهران کښې د جمعې لمانځه له ترسره کولو وروسته د بلواو، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکو اقداماتو پرضد لاریون وکړ.

 لاریون کونکو د شعارونو په ورکولو سره بلواوې ، ناامنۍ او د ګډوډې رامینځته کونکي اقدامات وغندل.

د دغو لاریونونو په پاې کښې د ګډوډۍ د رامینځته کونکو اقداماتو او د دیني  سپیڅلتیاو د سپکاوي او د فتنه ګرو کسانو د غندلو لپاره د ایران د خلکو د سترو مظاهرو په پاې کښې یو پریکړه لیک هم ولوستل شو چې د بلواګرو ورانونکي اقدامات پکښې غندل شوي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121384

captcha