IQNA

په بغداد کې ددینونو د خبرواترو دریم سیمنار جوړیږي

15:45 - September 26, 2022
د خبر لمبر: 3486269
ایکنا-(تهران)د عراق دکورنیو چارو وزارت په بغداد کې د دینونو دخبرواترو ددریم سمینار دترسره کولو خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د الفرات نیوز له قوله راپور راکړ،دغه سمینار به د معلمانو او استاذانو د ښونې او روزنې پر رودو او تعلیماتو متمرکز وي.

د سمینارد لوړې کمیټې یوه غړي صفیّه سهیل په دې باب ووئيل،د عراق خارجه وزارت ددغه هیواد د وزیرانو د شورا د سیکرټریټ او د اوقافو دادارې په ملګرتیا سره ددغه سمینار دترسره کولو سریزې برابرې کړي او  داړونده کارونو په ترسره کولو بوخت دی.

هغه زیاته کړې، دعراق د دینونود خبرواترو دریم سمینار به د اکتوبر دمیاشتې په یودیرشمه نیټه،د وزیرانود شورا د مشر، ددینونو دخبرواتر د ترسره کونکي شورا،د اهل تسنن او اهل تشیَع او مسیحیانو  د  اوقافو د  ادارې په څارنې سره،د؛د راتلونکو نسلونو د سالمې روزنې؛دتل پاتې سولې او پراختیا؛په شعار سره ترسره شي.

صفیّه سهیل روښانه کړې ده ، دغه سمینار به تر دوو ورځو پورې دوام ومومي او په دې کې به په مختلفو تربیّتي او تعلیمي برخو کې یوشمیر مقالې  او د مشترک او ګډ ژوند او دمتقابل  احترام باندې دټينګار په خاطر په ښونکو رودو کې د بیاکتنې په لړ کې زمینه جوړونکي  چارې  وارزول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4088047/%D

captcha