IQNA

قراني سورې/53

په نجم سورې کې د پيغمبر اکرم(ص) آسماني سفر او له خداي سره خبرې اترې 

7:02 - January 07, 2023
د خبر لمبر: 3486714
ایکنا-(تهران)د مسلمانانو یو باؤر او عقیده،د اسلام د ګران پيغمبر(ص) آسماني سفر دی. په دغه سفر کې د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په شپې مهال آسمانونو ته سفر کوي اوله ځينو فرښتو سره  او حتی له خداي تعالی سره خبرې کوي.

د قرآن کریم درې پنځوسمه سوره ؛نحم ؛نومیږي. دغه سوره په ۶۲ آیتونو سره د قرآن  کریم په ۲۷سپارې کې  واقع ده . ؛نجم؛ سوره،چې یوه مکي سوره ده،د نزول په ترتیب کې درویشتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده . د ځينو په اعتقاد نجم سوره هغه لومړنۍ سوره ده چې پیغمبر اکرم(ص)  اسلام ته د خپلې بلنې له ښکاره کیدا وروسته،دا ښکاره کړه او د مکې په حرم کې ئې په لوړ غږسره تلاؤت کړه.

دغه سوره په دې دلیل چې په لومړي آیت کې  خدای تعالی په نجم سوګند یاد کړی، نجم وبلل شوه.په دغه آیت کې د ستوري په  راختو او لویدو په وخت قسم خوړلی دی. د ؛نجم؛ ټکی دیارلس ځله  په یوه ځاي او جمع  سره په قرآن کریم کې کارول شوی دی.

د سورې کلی موخه ،پر درو موضوعګانو،یعني؛ربوبیّت،نیوَت او معاد ټينګار دی.له جبرائيل سره د پیغامبر اکرم(ص) د وحي او مستقیم ارتباط د حقیقت بیانول ،په بتانو د مشرکانو په اعتقاد نیوکه،پر مشرکانو د توبې د لارې پرانیستل کیدا اودا چې هرڅوک دخپلو عملونو مسئول دی او د مخکینیو قومونو دردناک برخلیک ته اشاره چې له حق سره په دښمنۍ ئې ټينګار درلود،ددغې سورې نوره موضوعګانې دي.

د نجم سورې په پيل کې ،له لوړې وروسته یاد شوي دي،،د وحي د حقیقت خبرې کوي او د فرښتې په توګه له جبرائيل سره د پيغمبر اکرم(ص) مستقیم ارتباط بیانوي. همدارازپه دې مسئلې ټينګار کوي چې پیمبر اکرم له الهي وحي پرته خبرې نه دی کړي .

ددغې سورې په یوې بلې برخې کې د پیغمبر د معراج ،یا هماغه آسمانونو ته د پيغمبر د سفر خبرې دي او دهغه سفر ځيني برخې ئې انځور کړي دي.

وروسته د بتانو په زمینې کې د مشرکاتو خرافاتو ته ،د فرښتو عبادتونو ته او نورو هغو چارو ته  چې له نفساني خواهشاتو پرته بل څه نه ؤ،توجه شوي ااو هغوي ئې رټلي او د ګمراهانو لپاره ئې دبیرته ستنیدا اوتوبې لاره پرانیستې ده او هغوي  ته د خاص الهي بخښنې خبر ورکوي اوټينګار کوي چې  هرڅوک دخپلو عملونو زمه وار دی.

په دوام کې د معاد پر موضوع  خبرې شوي  او په منطقي اوروښانه دلیلونو سره ئې ثابتوي. همداراز د هغو پخوانیو قومونو دردناک برخلیک ته چې د حقیقت دښمنان دي او پر دښمنۍ ټينګار کوي ،اشاره شوې ده. 

یوه بله مهمه موضوع چې په دغې سورې کې ورته اشاره شوې ،د پيغمبر اکرم معراج  او د هغه بزرګوار آسماني سفر دی.معراج، له اقصی جوماته(په فلسطین کې یوه سیمه)آسمانونو ته د پیغمبر اکرم سفر دی.د اسلامی روایتونو اوسرچینو د راپور په اساس، پیغمبر اکرم په شپه،له ممکې الاقصی جومات ته لاړ او له هغه ځایه د آسمانونو په لور وخوځيد. هغه د معراج په شپه ،له ځينو فرښتو سره لیده کاته وکړل او  د جنت او جهنم اوسیدونکي ئې ولیدل . د حدیثو په اساس،پیغمبر اکرم د معراج په شپه ، له ځينو پیغمبرانو سره هم ولیدل  او د هغه او دخداي ترمینځ خبرې اترې هم شوي دي.

captcha