قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ګاردین ورځپاڼې نه په نقل، د الجزایر کې د نړۍ تر ټولو لوې جومات جوړېږي چې یوه مناره یی ۲۶۵ مېټر لوړه ده، د نړۍ ترټولو لوړه مناره ده.
دا جومات چې مساحت یی ۲۰زره مربع مېټر دې د عبادت ځای سره سره د ۱۲۰ زره لمونځ کوونکو ځای لرې چې په کې ۱ میلیون کتابونو لپاره کتابتون، یو قرآنی مدرسه او د اسلامی هنر او تاریخ موزه هم شتون لري.
همدارنګه د دې د شمسي تختو له لارې به ورته برېښنا ورکړلی کېږي او د باران اوبه جمع کول او د هغې نه استفاده کول به هم دې جومات کې جوړېږي.
امکان لري چې د دې ستر جومات جوړېدل به تر کال ۲۰۱۷ پورې تر سره شي.
د دې جومات د لګښت اندازه تقریباْ ۱.۴ میلیارد ډالر ښودلې شوې.
http://iqna.ir/fa/news/3495494