د ایکنا راپور له مخې، د براثا خبرونو نه په نقل، یوې امنیتي سرچینې د دې په اړه تفصیلات وویل: د عراق سلیمانیه سیمې په هوایی ډګر باندې د آسایش(امنیتي سازمان) له اړخه د معمول پلټنې په عملیاتو کښې په یوې پوست کښې زیات ډالر چې د سعودی عرب له اړخه یو سلفي تهع راستولي شوي وو نیولې دي.
په دې پوست کښې یو شمېر زیات ډالر چې د قرآن کریم په جلد کښې ځای شوي وو نیولې شوي دي.
د دې راپور له مخې، دا ډالر د جده هوايی ډګر نه ملا عداللطیف چې د الجنه جومات امام او په کردستان کښې د سلفیانو مشر دی لپاره را لېږلي شوې وو.
دا لومړۍ ځل نه دی چې سعودی عرب له دې طریقې نه استفاده کړي وی، بلکې له دې نه مخکې یی هم د قرآن کریم په جلدونو کښې چې د سلیمانیه هوایی ډګر باندې رالیږلې شوي وو د امنیتي ځواکونو له اړخه په دې خیال سره چې قرآن کریم دی دقیق نه وو پلټلي او دا احتمال یی نه وو ورکړي چې سعودی عرب به له دې لارې د افراطی دلو سره مرسته کوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3734456