ایکناخبری اژآنس دروسیا الیوم له قوله راپور راکړ،په مکې مکرمې کې دبیت الله الحرم پرده دخداي دکور د ډيرو او ولولوناکو زیارتوالو په شتون کې بدله شوه.
دا لومړی ځل دی چې د کعبې پرده دنوي هجري قمري کال له پيلیدا سره په یووخت بدلیږي. دکعبې پرده هرکال د حج تمتع په وخت کې او ذی الحجې په نهمه ورځ یعنی د عرفې په سهار وختي د سعودي عربستان د لوړپوړو چارواکو په شتون سره بدلیږي ،خو سږکال دعربستان د ۱۴۴۳قمری کال د حج د دستورو په پيلیدا سره اعلان وشو چې د کعبې دپردې دبدلیدا دستورې د عرفې د ورځې په ځاي بل وخت ته او د نوي قمری کال پيلیدا ته ځنډول شوي دي.
د خانه کعبې د پردې د بدلولو په دستورو کې ګډون کونکي کابو یوسل شپیته کسان وو چې د الیکټرانیک اندرپائې په وسیله د کعبې څلورو خواؤ باندې په یووخت او په ترتیب سره نصبیږي.