ایکناخبری آژانس د المجتمع له قوله راپور راکړ،د کویت دحفاظ خیریه ټولنې داداري شورا مرستیال مشر احمدالمرشد په دې باب ووئيل،دغه قرآنی مدرسه په الهي فضل سره د هندوستان په هاریتا سیمې کې له بې سوادۍ سره د مقابلې او بې سرپرست او نیازمندو زده کولو ته دعربی ژبې د اصولو او دقرآني چارو د زده کړې د فرصتونو د برابرولو په خاطر افتتاح شوې ده.
هغه زیاته کړې ده،له دغې مدرسې به څه دپاسه لس زره زده کونکي استفاده وکړي او په دوه سوه کسیزوډلو کې به د قرآن کریم یادونې ته مخه کړي.
احمد المرشد روښانه کړې،قرآنی مدرسې په ټولنې کې داسې مهم ځائيګی او رول لري چې د قرآن کریم له اهمیّته او ځائيګي ئې سرچینه اخستې ده، قرآن کریم یو تل پاتې الهي کتاب او د لارښونې مشال دی.
المرشد دغه راز ووئيل،دقرآن کریم مدرسې په ټولنو کې شرعي او تربیّتي ضرورتونه دي او دغه راز په یووخت په تربیت،تزکیې او د نحرافي عواملو په وړاندې د بچیانو په ملاتړ کې دکورنۍ او مدرسې،په څير په نورو تربیّتي ډګرونو کې هم مهم رول لوبوي.
هغه دخپلو خبرو په پاي کې د کویت د حفاظ خیریّه ټولنې فعالیتونو ته په اشارې سره ووئيل،دغه ټولنه دنړۍ په مختلفو مسلمان میشته سیمو کې د قرآني مدرسو او کلاسونو جوړولو ته هم خاص توجه کړې ده،داسې سیمې چې جوماتونه او د قرآن او عربی ژبې د زده کړې اوتدریس ځایونه نه لري.