ایکنا د موریتانیا خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د مورتانیا ولسمشر محمد ولد شیخ الغزواني د هغو نندارتونو له ټولګې چې په ۲۰۲۳کال کې د اسلامی نړۍ د کلتوری پلازمینې ؛نواکشوت؛د فعالیتونو په چوکاټ کې ترسره کیږي، کتنه وکړه.
هغه په موریتانیا کې د موجودو قرآني نسخو په باب دموریتانیا دمیوزیم په سټال کې د ځانګړو لرګینومیډالونوپه څير ماشومانو ته د قرآن کریم د زدکړې دخاصو رودو میډالونه او نوره اړونده شیان هم وکتل.
د موریتانیا ولسمشر همداراز په مورتیانیا کې له قرآڼي آثارو سره په اړونده ځانګړي نندارتون کې هم شتون درلود. په دغه نندارتون کې د غانا تاریخي ښار یو ماکټ،د نواکشوت ښار ځيني تاریخي انځورونه او په تیره بیا د معطي مولانا د زده کړې د ښار دخاص مصحف عکسونه هم ولیدل . دغه مصحف چې په موریتانیا کې ئې کتابت شوی ، دنړۍ ترټولو لوي قرآن دی چې د ورش په روایت سره ئې نافع کتابت شوی دی.
د موریتانیا ولسمشر په دغې کتنې کې همداراز د خاصو علومو په تیره بیا ددیني علومو دزده کړې او د هیواد دپوهنتونونو سره اړونده سټال کې هم په شتون سره ځينی شیان ولیدل او د سټالونو چلونکي ئې وستایل او ددغه کار لپاره ئې نوره هم وهڅول.