ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ،د مصر دالازهر د قرآن کریم د چارو دعمومی ادارې مشر شیخ ابوالیزید سلامه د مصر د یوه پنځه کلن ماشوم دحیرانونکو وړتیاؤ ډکه یوه ویډيو خپره کړې ده .
په دغې ویډیو کې پنځه کلن عبدالله محمد عبدالفتاح السید رابرسیره کیږي چې ټول قرآن کریم ئې حفظ کړیدی .
په مصر کې دقرآني سیالیو څارونکی او دقرآن دبیا کتنې دکمیټې مرستیال شیخ حسن عبدالنبی عراقي له دغه وړتیا لرونکي ماشومه څو پوښتنې کړي چې هغه ورته په بشپړډول حیرانونکي ځوابونه ورکړل
ددغه ماشوم حافظ د و یډیو یوه برخه ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.