IQNA

پاکستان دې د افغانستاني کډوالو په هکله په خپلې پریکړې بیا غور وکړي

15:24 - October 05, 2023
د خبر لمبر: 3488061
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوِ ذبیح الله مجاهد په ایکس (ټویټر) ټولنیز چینل کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، دافغانستان د طالبانو د حکومت ویندوِ  ذبیح‌الله مجاهد له افغانستاني کډوالو سره د پاکستان چلند د نه منلو وړ وباله او له دغه هیواده یې وغوښتل چې په خپل پروګرام دی بیاکتنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد په ایکس کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.

په دې وروستیو کښې د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهاله وزیر سرفراز بګټي ویلي دي چې د روان میلادي کال په تیرو څو میاشتو کښې ۲۴ ځانمرګې حملې شوې دي چې ۱۴ په کښې افغانستاني ښاریزو کړې دي.

د پاکستان حکومت په خپلې تازه پریکړې کښې غیرقانوني افغان کډوالو ته د نومبر تر اولې نیټې فرصت ورکړی چې له دغه هیواده ووځي.

د پاکستان لنډمهاله حکومت ویلي دي چې که دغه کډوال د نومبر تر اولې نیټې پورې په رضاکارانه توګه له پاکستانه ونه ځي نو بیا به یې له ټولو صوبو څخه پاکستاني پولیس په زوره وباسي.

د طالبانو ویاند د افغانستاني کډوالو په هکله د پاکستان د وروستۍ پریکړې په غبرګون کښې ویلي دي چې پاکستان باید په دې لړ کښې بیاکتنه او غور وکړي.

مجاهد لیکلي دي:څو چې افغان کډوال په خپله خوښه او ورو ورو له پاکستانه ونه وځي ترهغې یې د پاکستان حکومت باید وزغمي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i139476

captcha