ایکنانیوز د الاتحاد له قوله راپور راکړ، د ؛غږیزو؛ کتابونو او خپروندویو او همداراز د بریل ژبې کتابونه د ۲۰۲۳شارجې د کتاب د نړیوال نندارتون په دوه څلویښتم پړاؤ کې ډير کتونکي درلودل . دغه خپروندویو زیاتره پر ماشومانو،نابینایانو او کاڼو ډيره زیاته توجه درلوده.
د کلتور او ماشومانو ځانګړي دارالبراق خپرندوئې د پيغمبرانو د کیسو په حوزې کې دزده کونې ډير زیات غږیز کتابونه او همداراز د نابینایانو لپاره په بریل خط مشتمل قرآني اودیني آثار هم وړاندې کړي دي.
د اردن د ؛ قرآن کریم د حفظ ټولنې ؛ خپرندوئې له خوا د قرآن کریم ،د قرآن کلمات او په درو ټوکو کې د تفسیر او بیان پشمول ددغې خپرندوئې ډير دیني آثار وړانډې کړي دي .
پر دغو خپرندویو سربیره ، د ابوظبئ د عربی ژبې مرکز هم دکتونکو لپاره په بریل خط یو شمیر سیاسی او اجتماعي او کلتوي آثار هم وړاندې کړي دي.دترکیې ځينو خپرندویو هم دغږیزو کتابونو په بڼه یو شمیر تفسیرونه وړاندې کړي دي .
په ځانګړو اړتیاؤ د مشتملو مخاطبانو پر غوښتی سربیره عام مخاطبان هم د غږیزو کتابتونو مینه وال دي ، ځکه له دوي ډير کسان چې دمکتوبو آثارو د مطالعې فرصت یا امکان نه لري، د هرې ورځې د فعالیتونو ترڅنګ له دغو آثارو ګټه پورته کوي.
ایکنا نیوز په دې اړه د شارجې د کتاب دنړیوال نندارتونو د مخ کتنې دستورې په ویډیوئي کلیپ کې وړاندې کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4180522