IQNA

د ؛ریښتوني ژمنې ؛ نومې عملیاتو ترټولو ښه اوجامع توضیح ؛شک؛

13:48 - April 23, 2024
د خبر لمبر: 3489093
ایکنا – د  دینونو او مذهبونو د پوهنتون د کلتوري او اجتماعي چارو مرستیال  د ؛ریښتوني ژمنه، د تیریګرو رټل اوسزا کول او د ایرانیانو اقتدار ؛ په عنوان سره په نړیوال وبینار کې ووئيل،  د ریښتوني ژمنې په عملیاتو کې له ځانګړو رودو   استفاده شوې او  دغه عملیات   له دومره دقت،شجاعت، حجم، پيچلتیا، برلاسه ټیکنالوجۍ ،حکمت ، پوهې او خبریدا برخمن وو چې  دا ئې په ؛شیک ؛ او ښکلو عملیاتو بدل کړل.

 د ؛ریښتوني  ژمنې ، ایرانی اقتدار او د تیریګرو رټل ؛ په عنوان سره نړیوال وبینار د غوائ د میاشتې په دوهمه نیټه یکشنبې ورځې  د ایکنانیوز په کوربتوب  او په حضوري بڼه ترسره شو.

د دینونو او مذهبونو د پوهنتون د کلتوری او اجتماعي  چارو مرستیال او د سیمې د مسئلو نامتو کارپوه عباس خامه یار په دغه نړیوال وبینار کې د  ایراني اقتدار او د تیریګرو د رټلو پر نمایش د ریښتوني ژمنې نومې عملیاتو د اغیزو په باب پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

 

عباس خامه‌یار

عباس خامه‌یار

د عباس خامه یار  د وینا ځيني برخې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

له عباس خامه یار څخه د ایکنا نیوز خبریال پوښتنه وکړه، د وعده صادق  عملیاتو  او دپه دغو عملیاتو کې دایراني اقتدار د ځانګړنو په باب ستاسو څه نظر دی، نو هغه په ځواب کې ووئيل، د ریښتوني ژمنې عنوان  یوه تاریخي مخینه لري  او هغه هم د ۲۰۰۶کال  د ۳۳ ورځيني جنګ په پیل کې د اسلامی مقاومت ؛ الوعد الصادق؛ عنوان ؤ او دغه عنوان  دهغو  عملیاتو لپاره خوښ شو. په دغو عملیاتو کې د لبنان د اسلامی مقاومت مبارزانو  یوشمیر صهیونیسټي عسکر ونیول څو وروسته  له خپلو بندیانو سره مبادله کړي. هغه ووئيل، د لبنان اسلامی مقاومت  پخپلې ریښتوني ژمنې سره دغه کار ترسره کړ او  نو ځکه باید  د صهیونیسټي رژيم په ضد دسپاه پاسدارانو  د وروستیو عملیاتو تاریخي مخینې ته ځانګړې توجه وشي. صهیونیسټانو  په تیرو اوو لسیزو کې  تل جنګونه  له پولو په بهر کې مدیریّت کول ،خو  د لومړي ځل لپاره وو چې  په وعده صادق  عملیاتو سره د نیواکي ټاټوبو په داخل کې  جنګ وشو . ددغو عملیاتو عنوان  په دغې تاریخي مخینې سره  یو مهم اومعرفتی اړخ لري او زما په نظر سره  دښمن  د ریښتونې ژمنې عملیاتو پیغام په ښه ډول ترلاسه کړی دی.

خامه یار په دوام کې ووئيل، نتنیاهو  د ریښتوني ژمنې نومې  عملیاتو په اړه وائي ، مونږ باید  له خپلو ټولو آوزارونو استفاده و کړو، ددې لپاره چې دا د بقاء لپاره  او یو  وجودي جنګ دی . همداراز  مهم ټکی دا دی چې  په دغو عملیاتو کې  له ځانګړو ارزښتونو استفاده شوې او  له داسې دقت ،شجاعت،حجم، پيچلتیا، برلاسه ټیکنالوجۍ ،حکمت پوهې  او ځيرکتیا  او اطلاعاتو څخه برخمن ؤ چې  دا  ئې په یوه ډير په زړه پورې او ښکلو عملیاتو بدل کړل او په جنګی ادبیاتو کې  د لومړي ځل لپاره ورته د ؛شیک؛ یعنی ښکلي ټکی وکارول شو. دغه عملیات واقعا  شیک او سوچه  وو. هغه دغه راز ووئيل، له دغو هر یو ټکی  ځانګړی مفهوم او خصوصیّت لري، تراوسه پورې  په دومره قدرت سره او په دومره اندازې سره  دغه شان عملیات نه دي شوي .  جنګي آوزارونه   په ډير زیات سپيډ سره  او په ډيرې زیاتې فاصلې  کې  په یوه مشخص وخت  په یوځای سره  رسیږي ،غږمله او  په  په یو شان اطلاعاتو سره  همپاله  کیږي او بیا عمل کوي او  ددښمن ددفاعي او امنیتی سسټمونو  له لومې تیریږي او ټارګټ ته ځان رسوي.

https://iqna.ir/fa/news/4211741

captcha