IQNA

د پاکستان درسی کتابونو کې د جهاد آیتونو تشریح ورکولو غوښتنه

1:47 - August 09, 2016
د خبر لمبر: 3480146
نړیواله ډله: د پاکستان اسلامی ایدیالوژۍ شورا د دغه هیواد حکومت نه غوښتنه کړې چې د قرآن زدکړې اندیز شوي درسي کتابونو کې د جهاد د اهمیت په اړه قرآنی آیتونه دې ورزیات او تشریح ورکړې شي.
د پاکستان درسی کتابونو کې د جهاد آیتونو تشریح ورکولو غوښتنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Siasat خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغې شورا مشر محمد خان شیرانی تاکید کړې چې د زدکړې وزارت باید د جهاد اهمیت سره تړلې قرآنی آیتونه دې هم اندیز شوې کتابونو کې چې د قرآن کریم د زدکړې لپاره لیکلې شوي زیات کړې شي.

دې شورا هم دارنګه د پاکستان له ولایتونو نه یی غوښتنه کړې چې دا باور دې ترلاسه کړې چې د قرآن کریم زدکړې د یو جبري درس په توګه له لومړي ټولګې نه تر دوولسم پورې ښودلې کېږي.

د جهاد سره تړلې آیتونو مسئله هغه وخت څرګنده شوه چې کله د پاکستان حکومت د قرآن کریم زدکړې درس مسوده د کتنې لپاره دې شورا ته وړاندې کړه چې د پاکستان حکومت کې اسلامی معیار اجرا کولو لپاره دا یو قانوني سازمان دې چې دې ته به یی ارجاع ورکوې.

د دې شورا مسؤولانو د جهاد مهم مسئلې ته اشاره کولو او د زدکړې کتابونو کې یی نه شتون باندې د خفګان اظهار کړي دي.

د دې شورا یو غړې زاهد قاسمی وویل: د جهاد موضوع ته په قرآن کریم کې ۴۸۴ ځلې اشاره شوې خو ولی په دې درسي پروګرام کې ورته اشاره نه ده شوي.

د پاکستان حکومت غواړې چې د دغه هیواد په مدرسو کې د قران کریم ترجمه او د قرآن کریم قرائت شروع کولو پروګرام لري.

http://iqna.ir/fa/news/3519766


captcha