IQNA

د ترکي درې زړه روښانه د ټول قرآن حافظان شول

14:39 - December 11, 2016
د خبر لمبر: 3480307
نړیواله ډله: د ترکی دیاربکر ولایت په سیلوان ښار کې خپل کوښښ او تمرین سره د قرآن کریم آیتونه حفظ کولو کې درې کسانو ستر بریالیتوب ترلاسه کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، یوسف ګزج سره د خپلې خور او ورور چې کمرون او رشاد نوم لري او د مور نه زړه روښانه(ړانده) پیدا شوي او د ترکی دیاربکر ولایت په سیلوان ښار کې مېشت دې سره د ټولو ستونزو او سختو خپل کوښښ سره ټول قرآن حفظ کړو او نورو ته یی وښودل چې د هغې دغه ړوندتوب د هغوي پرمختګ کې مخنیوي نشي کولي.

زړه روښانه رشاد چې اوس د ټول قرآن حافظ دي، په دې اړه وویل: په دې لاره کې ډېرې ستونزې او سختي وي، خو ولی د قرآن کریم آیتونه حفظ کولو سره زما مینې زما لاره هواره کړه، زه او زما خور کمراون په قرآنی کلاسونو کې ګډون سره سره د عربي ژبی ګرامر، فقه، تفسیر او حدیث سره هم بلد یو.

هغه څرګنده کړه: د قرآن کریم کلاسونو ته تللو کې ډې ستونزې او بندیزونه وو خو ولی هیڅ کله مو خپله حوصله د لاسه نه ده ورکړي او هر ځله په ځمکه پرېوتې یم نو یوې نوې جذبه سره می ادامه ورکړي او د دې ستر هدف لپاره مې کوښښ کړي.

د رشاد خور کمرون، هم په دې اړه خبرې وکړي او څرګنده یی کړه: ما او زما ورور په یو کال کې قرآن کریم حفظ کړو، مونږ به هره ورځ پوره شوق او مینې سره د قرآن کریم یو شمېر پاڼې حفظ کولې سره د دې چې مونږ لیدلې نشو او دا کار مونږ لپاره ډېر سخت وو خو ولی باید مونږ نورو ته ثابته کړو چې زمونږ ړوندتوب زمونږ د پرمختګ مخنیوي نه شي کولي.

http://iqna.ir/fa/news/3552177


captcha