ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ،سید محمد علی حسیني نن پخپل ټولنیز پیغام کې ولیکل ، د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د ترهه ګرې حملې د خبر په آوریدو سره چې د یوشمیر کسانو د وژلې سبب شوي ، ډیر خواشینی شوم .
هغه د ترهه ګرۍ په هربڼه کې په کلکې غندنې سره ، یو ځل بیا له دغې سپيرې بلا سره د هراړخیزې او غږمله مقابلې پر ضرورت ټينګار وکړ .
په پآکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیرد پاکستان په بلوچستان صوبې کې د پوځ پر کیمپ باندې د چارشنبې شپې ترهه ګره حمله چې د څلورو پوځيانو د شهادت او د پنځلسو ترهه ګرو دهلاکت سبب شوي، د اسلامی امت لپاره یوه بله غمیزه وبلله او دغه راز ئې د پاکستان حکومت او ملت ته د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت او ملت له خوا غمرازي او تسلیّت ووایه او روښانه ئې کړه، ترهه ګري نه یوازې د پاکستان بلکې د درستې سیمې او نړۍ لپاره یوه سپيره ښکارنده ده چې یوازې استکباري او استعماري قدرتونه د خپلو سپيرو موخو د ترلاسه کولو لپاره ورته پراخوالی ورکوي .