IQNA

صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ ترټولو لوي دښمن دی

16:29 - March 05, 2022
د خبر لمبر: 3485493
تهران (ایکنا) -دایران د اسلامی جمهوریت د ملی امنیت د لوړې شورا منشي ووئيل ؛د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو ااړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علی شمخاني له سعودي عربستان سره په خبرو اترې کښې د ايران فعال او پروګرام سره مل شتون له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت اصولي پاليسي او صهيونېسټ رژيم د اسلامي نړۍ او عربي نړۍ ترټولو لوے دښمن وبلۀ.

علي شمخاني نن په خپل يو ټوئيټ کښې د ايران او سعودي خبرواترو ته په اشارې سره له صهيونېسټ رژيم سره د تعلق په باره کښې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په وروستيو څرګندونو په باره کښې وليکل؛ د عراق په کوربه توب له سعودي سره په دوو اړخيزو خبرو اترو کښې د ايران فعال او پروګرام لرونکي شتون د دوو اړخيزو او سيمه ايزو ګټو د پوره کېدو په بنياد له ګاونډيانو سره د ملګرتيا او مينې په زمينه کښې د اسلامي جمهوريت له اصولي پالېسۍ څخه الهام اخېستے دے.

تر اوسه د عراق په کوربه توب سره چې د ايران او سعودي ترمېنځ د خبرو اترو څلور پړاونه ترسره شوي دي.

د سعودي وليعهد په دې باندې په اعتراف سره د ګاونډي هېواد په توګه له ايران سره د ګډ ژوندد لارو چارو د موندلو په لټه کښې وويل، اسرائيلو ته د دښمن په سترګه نه ګوري او کېدې شي په راتلونکو وختونو کښې د سعودي انډيوال هم شي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113044

captcha