IQNA

عادلانه پرمختګ ته درسیدا او دبې وځلۍد ختمیدا یوازینۍحل لاره دپوه بنسټه تولیدپیاوړتیا ده

6:45 - March 22, 2022
د خبر لمبر: 3485569
 تهران (ایکنا) -د اسلامی انقلاب معظم لارښود په افغانستان ، اوکراین  او یمن کې په رامینځةکیدونکو  نړیوالو مسئلو ته په اشارې سره  ټينګار وکړ ، دغه درستې پييښې  له استکبار سره په مبارزې کې د ایران د ملت  حقانیّت او دسمې لارې انتخاب  ښودنه کوي .

ایکناخبري آژانس د رهبرۍ  د دفتر انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پرون  مازدیګر د۱۴۰۱نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د ایران د ټيلیویژن له لارې په ژوندۍ وینا کې د نوروز د اختر  او د نوي پيړۍ د پيل په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره  هغو ډيرو نړیوالو ستونزو او ترینګلتیاؤ ته په اشارې سره چې  اوس د رامینځةکیدا په حال کې دي ، او دغه درست موردونه  سم  تدبیر،حرکت ،فیصلې او اقدام ته اړتیالري  ووئيل ، کله چې  ددینا روانو پيښو ته   انسان فکر کوي ،نو د استکبار له جبهې سره په مخامخیدا کې دایران د ملت حقانیّت او صدق له هرڅه زیات روښانه کیږي .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې خبرې په ټينګار سره چې   د استکبار د جبهې په مقابل کې د ایران دملت ټاکنه ، مقاومت ،نه تسلیمیدا  او نه اړوندوالی ، د خپلواکۍ ساتل  او د  هیواد او اسلامی نظام داخلی پیاوړتیا  وه ، ووئيل ،   دغه فیصلې ملي او سمې  وې .

 د  اسلامی انقلاب ستر لارښود  دې ته په اشارې سره چې  خداوندمتعال  د ایران دملت لپاره د امید زمینې برابرې کړي دي ،وفرمائيل ؛ پریږدئ  دښمنان د ایران دملت په هیله منیدا لاغوسه شي .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د افغانستان مظلوم اومسلمان  هیواد  پيښو او  او په دغه هیواد کې له شل کلنو ظلمونو اوجنایتونو وروسته د امریکایانو د وتلو څرنګوالی او ظلم ته په اشارې سره  ووئيل ، د اوکراین پيښې هم  یو بل مثال دی چې   ولسمشر ئې  چې  د لویدیځوالو په وسیله  واک ته رسول شوی ، هم  دوي ته په خطاب کې سخته لهجه   کارولې ده .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز د یمن پيښو او ددغه هیواد  د مظلوم او مقاومت کونکي  ولس د هرې ورځې بې آمانه بمباریو  ته او له بل پلوه  د اتیا ځوانانو اوزلمیانو  د سرونو په غوڅولو  کې  د عربستان اقدام ته په اشارې سره  وفرمائيل ؛ دغه ټوله پيښې پر دنیا د  واکمن ظلم او ظلمت  او د هغو خونخوارو لیوانو د جنایتونو ښودنه کوي ، چې  دنیا ئې په لاس کې ده .  حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لویدځوالو  دتوکمپالنې  ښکاره کیدا  د اوکراین دپيښو یو بل اړخ وبالۀ  او وې وئيل ،  له سپين پوستو د تورپوستو بیلوَل  او  له ریل ګاډو څخه ئې ښکته کول  او   په لویدیځي آسیا کې په رامینځةشوي جنګ نه ،بلکې  په اروپا کې په رامینځةشوي  جنګ  په  خپلو رسندویو کې د لویدیځوالو په ډاګه افسوس کول ، د لویدیځ  د ښکاره توکمپالنې  یوه بل مثال دی .   داسلامی انقلاب معظم لارښود  په لویدیځي نړۍ کې د دوه ګوڼوالي یو بل مثال ،  په هیوادونو کې  له ظم او کړاؤ سره د مخامخیدا څرنګوالی  وبالۀ او زیاته ئې کړه ،  که  ددوي په مطیعو هیوادونو کې  ظلم کیږي ، نو مطلقا   هیڅ غبرګون نه ښئ  او له دغو ټول ظلم او کړاؤ سره  سره ،  د بشری حقوقو ادعا هم کوي او  په دغو  دروغجنو ادعاګانو  سره ، له خپلواکه هیوادونو کلنګ  غواړي . 

 دوي ټينګار وکړ ، اوس  د  استکبار  او ظلم  د اوسمهال تاریخ ترټولو رسوا او  څرګند پړاؤ  دی  او د نړۍ خلک هم  نیغ په نیغه  د دغو ظلمونو او دوه ګوڼوالي نندارچیان دي .

 داسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز  په دوام کې  د  امریکا له بندیزونو سره  د هیواد داقتصاد   له غوټه ورکولو څخه  د ډډه کولو په باب د  کال په لومړۍ ورځ  دخپل تیر کال ټينګار په یادونې  اوددې خبرې په کولو سره چې ترڅو بندیزوي، نو حالات به همداسې وي ،  ووئيل ،  له نیکه مرغه  په هیواد کې نوي سیاستونو وښودله   د امریکا له بندیزونو سره سره  پرمختګ کیدلی شي ، بهرنی تجارت روڼتیا غوره کولی شي ، سیمه ایز تړونونه کیدلی شي  او د تیلو  او نورو موضوع ګانو په باب بریاوې ترلاسه کیدلی شی . دوي وفرمائيل ؛ البته  هیڅکله  نه وایو چې  د بندیزونو په ختمولو پسې  نه شئ ،  او هغه  کسان چې  په دې زمینې کې هلې ځلې کوي ،  خپل کار  دې تعقیب کړي ،خو اساس دا دی چې  هیواد  داسې اداره کړو چې  بندیزونه ،   اقتصاد ته  کوم ستر او اساسی تاوان ونه رسوي ، پر دې اساس سږکال  هم  ټولو ته  سپارښتنه تکرارو م چې  دهیواد اقتصاد ته له بندیز سره غوټه  ورنکړل شی .  

https://iqna.ir/fa/news/4044486/تنها-راه

captcha