IQNA

په افغانستان کې بیا چاودنو د لشګونوکسانو وینه وبهوله

7:36 - April 02, 2022
د خبر لمبر: 3485630
تهران (ایکنا) -د افغانستان د په هلمند او هرات ولایتونو کې  چاودنو بیا نهه کسان وژلي او کابو پنځه دیرش نور ئې ټپيان کړي دي .

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د هرات ښار د ستر ورغتون مشر فیض محمد فیضان  بیګا په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، ددغه ښار په جبرائيل ښارګي کې  چاودنې  لږترلږه څلور کسان وژلي او ۲۵نور ئې ټپیان کړي دي ، چې ممکنه ده دمړو شمیر نور هم زیات شي .

د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو اوفرهنګ د ادارې مشر نعیم الحق حقاني  ددغې چاودنې علت  دجنګ له پړاوه پاتې شوي  چاودیدونکي توکي وبلل.

  دا په داسې حال کې دي چې د  هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې  مرستیال  محمد قاسم ریاض هم  بیګا ددغه ولایت په مارچه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې خبر ورکړی او وئيلي ئې دي ، په دغې چاودنې کې  پنځه ماشومان وژل شوي دي .  هغه وئيلی دي دغه چاودنه هم له مخکې راهسې د  هاوان د ناچاود شوي میرمۍ دچاودیدو له امله رامینځةشوې ده  .

په افغانستان کې  په میاشت کې په متوسط ډول د افغانستان د نښتو اوشخړو  څخه د پاتې ماینونو او   د توپونو دمیرمیو  دچاودیدو له امله کابو یوسل شل کسانو ته مرګ ژوبلې اوړي .

دملګروملتو د ماشومانو بسپنې یونیسف ادارې څه موده مخکې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ؤ ، څو  په افغانستان کې دې  د جنګ  له پړاوه ناچاود شوو  مهماتو د پاکونې لپاره  ورسره مرستې ته دوام ورکړ ي.

https://www.farsnews.ir/news/14010112000717/انفجا

captcha