په دغه قران کښې دیرش(۳۰) کامل جزونه شته او د هغه اصلي نسخه چې خطي ده په ټایپې سیمه کښې ساتل کیږي .
د دغه قران کریم یو(۱) محدود شمیر چې کابو زر(۱۰۰۰) نسخې کیږي چاپ شوي او د چین په مسلمانانو باندې د هدیې په توګه ویشل شوي دي .
د قران کریم دغه نسخه د ایتونو او د موضوعګانو بشپړه فهرست لري او په پاې کښې یې د چین په ژبه باندې د قران کریم د ځینو معنو تفسیر بیان شوی دی .
ویل کیږي چې ژباړن «عبدالرحمن چان جي توان» د قران کریم دغه نسخه د چین د اسلامي ټولنې د هغه وخت مشر« شیخ خالد تي جیجو» ته هدیه کړي وه .