په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر علی اصغر محمدي د قرآن دنیوالو سیالیو د دوه شپيتمې مرحلې په څنډې کې ګوالالامپور ته دایکنا د لیږل شوي خبریال سره په خبرو کې ، دملایشیا په قرآني سیالیو کې د ایرانیو قاریانو په شتون باندې په خوښۍ او هرکلی سره روښانه کړه،په پرانیستونکو دستورو کې او دلومړني ګډون کونکي په توګه د ایران د نماینده مسعود نوري تلاؤت یو سخت کار ؤ او البته ایراني قاری ډيره په زړه پورې اجرا درلوده چې هیله من یم په هغه قضاوت سره چې دقرآني استاذانو په وسیله کیږي، د ایران نماینده وتوانیږي د ایرانیو قاریانو وړ لومړنی مقام ترلاسه کړي.
هغه له ملایشیا هیواد سره د ایران د اسلامی جمهوریت ګډو کلتوري مناسباتو ته په اشارې سره ووئیل،یوه ډیره مهمه موضوع د ایران اوملایشیا او حتی د نورو اسلامی هیوادونو مشترکه ملګرتیا،د قرآن کریم د حفظ او قرائت موضوع ده،حتما په قرآني فعالیتونو کې مونږ قرآنی ډيپلوماسۍ او لازیات مشارکت ته اړتیا لرو.
په ملایشیا کې د ایران سفیرله ملایشیا سره د مشترکو فعالیتونو د پیاوړتیا په باب په هیله ښودلو سره ووئیل هیله مند یم،د کرونائي بحران له پړاؤ وروسته له ملایشیا سره په اړیکو کې د ګډو قرآني فعالیتونو په باب نوی پلانونې او پروګرامونه پلان کړئ شو چې زما په نظر یوه ډيره ضروري چاره ده او په دغو سیالیو کې د ایکناخبری آژانس او نورو هغو دوستانو شتون چې ددغه پروګرام ملاتړ کوي،په چورلټ ډول به دغو سیالیو ته د لیږدول شوو ایرانیو قاریانو د هڅونې سبب شي.