IQNA

د پاکستان په پیښور کې کرارې نړۍ ته د رسیدا لپاره د الهی دینونو دهمپالنې کنفرانس ترسره شو

7:32 - January 09, 2023
د خبر لمبر: 3486725
ایکنا-(تهران)د امن نړۍ ته د رسیدالپاره د دینونود همپالنې کنفرانس د پاکستان دخیبرپختونخواه صوبې په مرکز پیښو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري نمایندګۍ په خونې کې د پآکستان دغوره دینی  اوسیاسی شخصیّتونو په شتون سره ترسره شو.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د نوي میلادي کال  او دحضرت عیسی مسیح(ع) دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په شپو ورځو کې  په پیښو کې د ایران دکلتوری خونې په همت سره ، دپيښور د  کلیسګانو په مشارکت سره  د پاکستان  د مختلفو دینونو او مذهبوو  د یوشمیر غوره شخصیّتونو  او د ایران دکلتوري خونې دمشر مهران سکندریان په شتون سره د خانه فرهنګ په امام خمینی هال کې د تیرې جمعې په ورځې ترسره شو.

 د کلتورونو اودینونو دخبرواترو د مرکز مشر علی اکبر ضیائی په دغه کنفرانس کې پخپلې وینا کې ووئيل، هغه څه چې دمګړئ ډير ضروري دی،په نړۍ کې د سولې او امنیت د ساتل او د مختلفو دیني دودونو ترمینځ د ګډ ژوند د دوام په موخې سره  ددرستو دودونو ترمینځ د دینی تعامل او ملګرتیا رامینځةکول دي. هغه ووئيل،ددینونو او مذهبونو ترمینځ همپالنه ،غږملتیا او ملګرتیا،په ټولنو کې د فیزي اونفسیاتي امنیت دساتلو لپاره ترټولو ښه او غوره لاره چاره ده او د دینونو  ذدغې غږملتیا حل لاره دمشترکو او دټولو خوښو خبرواترو  باندې مشتمل ددینونو اجماع ده.داسې ښکاري د سولې اوعدالت په چورلیزتوب سره خبرې اترې ډیرې غوټه پرانیستونکي دي . ځکه دا دوه داسې بې درکه شوي ملغلرې دي چې انسان تل ورپسې ګرځي.

په پیښور کې د ایران د کلتوري خونې مشر مهران سکندریان هم پخپلې وینا کې ووئيل، د ټولوالهی غوره کسانو د راتلو دلیل، دټولو انسانانو نیکمرغي او خوشخبتي ده د تاریخ په مختلفو پړاؤنو کې درست الهي پیغمبران،د بشریّت لپاره د نیکمرغۍ اوکامیابۍ د لارې پیغام راوړونکو خپلو دینی تعلیماتو په  وسیله  ددغه الهی رسالت  درسولو په لټه کې وو او په اساس ئې د الهی دینونو موخه،په نړۍ کې د عدالت ټينګیدا  او د آزادۍ،سولې اوامنیت د حق تحقق دی.

د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې دهندوانو رهبر  پنډت شام لال،هم پخپلې وینا کې  ددینو مشترکاتو ته په اشارې سره  ووئيل،په قرآن کریم کې د دینونو ترټولو مهم مشترک کلام ،توحید او له شرک څخه لیریکیدا ده  او په هندو دین کې ، برهما خدای هم  د الله په معنا دی.د هندوانو ددین په متنونو کې دا خدای داسې بلل شوی دی؛ هغه برهما هماغه شی دی چې له هیڅ صنفه نه دی او هغه هیڅ صورت هم نه لری او داسې صفت چې د هغه له ذاته جدا وی ، نشته، او تل پخپله قایم دی  او نهایت نه لري. تمثیل نه لري،  او اساني حواس  هغه ته نه رسیږي..... او د ټولو مرسته کونکی دی . همداراز د برهما په باب نقل شوي دی،هغه  له هر برلاسه، لا برلاسه دی او له هر لوي څخه لا لوی ،یکی یو او پټ دی .نو ځکه  په یوه قادر خدای او پخپل ذات قایم خدای عقیده د دینونو  په مشترکاتو کې ده او دا ددرست بشریّت د نزدیکت اوهمپالنې سبب کیدلی شي.

د پیښور د پروټسټانو دکلیسا پادري شهرزاد مراد  هم پخپلې وینا کې په پیښور کې د ایران دکلتوری خونې دمشر په قدرونې سره  او د ایران په اسلامی جمهوریت هیواد کې د مختلفو دینونو په آزادۍ مشتمل دکلیپ په خپریدا دخوښئ په ښودلو سره  ئې ووئيل،د مختلفودیني ،توکمو اوقومونو د ټولنو ګډ ژوند، د انساني ټولنو نننۍ تر ټولو مهمه موضوع ده  او  ددغه ویډیوئي کلیپ په لیدو سره  په دغه ناستې کې ټول ګډون کونکي په ښه ډول  دایران په اسلامی جمهوریت کې د موجودو ټولو دینونو او مذهبونو له آزادۍ سره آشنا شول او   اوباید  ددغه اسلامی هیواد  آزادي او امنیت خپله بیله وګرځوو.

د پیښور  د جماعت اهل حدیث مشر  هم پخپلې وینا کې ووئيل، له بده مرغه ددین په نامې سره چې درست تعلیمات ئې د انسان شرافت،عزت ،سولې اوسلامتیا ته بلنه ده ،نن سبا ددین په نامې سره ځيني ګټه غواړي او افراطي اوجنایتکارې ډلې تاؤتریخجن او ترهه ګر اقدامات کوي ،چې باید  ددغو افراطي ډلو تر شا لاسونه نړیوالو ته ورمعرفي کړو او د اسلام ددین حقیقي پیغام چې هماغه د سولې او امنیت ټينګیدا ده ، ټولوته وړاندې کړو.

https://iqna.ir/fa/news/4112933

 

captcha