IQNA

د دینونو ترمینځ خبرې اترې د ټولنیزو مشکلاتو په ختمولو کې غوره رول لري

15:15 - January 23, 2023
د خبر لمبر: 3486790
ایکنا-(تهران)د فیلیپیند دیلیمیان پوهنتون دتاریخ  یوې مسیحي استاذې میرمن ماریا برناډت ال آبررا روښانه کړې ده ،ددینونو ترمینځ خبرې اترې یا په بل هرشکل خبرې اترې،د هغوخبرو او بحثونو فضا پرانیزي چې د ټولنیزو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ دحل لپاره غوره لیدتوګې وړاندې کوي، مهمه ده چې د ؛ نورو درک کول او پوهیدا؛ یوه انساني دنده وګرځوو.

 د فیلیپین د دیلیمیان پوهنتون د تاریخ د څانګې یوې مسیحي پروفیسرې میرمن ماریا برنادت  اِل آبررا (Maria Bernadette L. Abrera)،   (University of the Philippines Diliman) خپل تحقیقاتي تمرکز د اسپانیا له استعماره مخکې په فیلیپین کې د میرمنو پر وضعیّت او پر کلتوري مقولې کړی دی.

میرمن ماریا برنادت آل آبررا له ایکنا خبری آژانس سره په خصوصي خبرو کې په وروستیو کلونو کې د مختلفو دینونو په پیروکارو کې د افراط پالنې د زیاتیدا دڅرنګوالي په باب د یوې پوښتنې په ځواب کې د کسانو لپاره د کلتوري او اجتماعي هویّت په عنوان ددین په  رول په ټينګار سره ووئيل، دین یوډول کلتوري هویّت او اجتماعي احساس  وړاندې کوي. په دین عمل کول ،یوه داسې اجتماعي پانګه ده چې د همدردئ، سرښیندنې او د ژوند د هدف د موندنې په څير  له مثبتو نتیجو سره یو ځاي دی.

آبررا په دوام کې ووئيل،دینی افراط پالنې  چې د دیني بنسټ پالنې په ځاي  هم کارول کیږي،یوه منفي ښکارنده  ده  او د تاؤتریخوالي  اوا تعصب په څير له سلبونکو نتیجو سره یو ځاي دی . دیني او مذهبی افراط پالنه  هاله رامینځةکیږي چې د سیاسی موخو لپاره په ریډیکل زوړپالې ایجنډا کې د ځينو ډلو ټپلو په وسیله د کسانو له اعتقاد او اړوندوالي څخه  استفاده کیږي.

د فیلیپین د دیلیمن پوهنتون د تاریخ دغه پروفیسرې د مختلفو دینونو د پيروکارو د افراطي اعمالو او چلندونو د رابرسیره په مخنیوي کې د دینونو ترمینځ دخبرواترو د رول په باب پخپل ځواب کې ووئيل، ددینونو ترمینځ خبرې اترې یوه هغه لاره ده چې په وسیله ئې له مختلفو دینونوڅخه مومنانپه آزاد او محترمانه فضا کې سره غونډيدلی شي.

میرمن آبررا په پای کې په فیلیپین کې د مختلفو دینونو د پيروکارو په تیره بیا د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ رابطه  له تاؤتریخوالي لیرې وبلله او وې وئيل،په فیلیپین کې د مسلمانانو او مسیحیانو ترمینځ د سولې او منلو   فضا واکمنه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4113114

 

captcha