IQNA

د افغانستان معلمان د ایران د ښوونې تجربو ته لیواله دي

16:26 - April 09, 2023
د خبر لمبر: 3487159
ایکناـ(تهران) د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د افغانستان د پلازمینې کابل ښار د ښوونکو او د لیسو د مدیرانو د همفکرۍ په غونډه کښې چې پرون په دغه ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کلتوري صلاح مشورو سره ترسره شوې، د دواړو هیوادونو د روزنیزې ملګرتیا د پراختیا د لاروچارو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.

په راپور کې وئيل شوي دي،د دغې غونډې موخه چې د کابل ښار د لیسو د کابو دوو سوو معلمانو او مدیرانو په شتون سره ترسره شوه، د کلتوري او تعلیمي ملګرتیا د زیاتولو او د روزنیزو مهارتونو د لوړتیا لپاره د مختلفو لاروچارو څیړنه وه.

د کابل معلمانو او د ښوونځیو مدیرانو په دغې غونډې کښې د ښوونې د تجربو په تبادلې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د روزنیزو ملګرتیاؤ د سطحې په لوړیدو تاکید وکړ.

په دې موقع د ایران د سفارت د کلتوري چارو صلاحکار وویل چې که د افغانستان د ښوونې او روزنې وزارت وغواړي نو مونږ تیار یو چې ښوونیز او مرسته کوونکي کتابونه افغان ښوونکو ته ورکړو.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130874

captcha