یکنا دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،په وروستیو شپو ورځو کې یوه ویډیو خپره شوې چي په کښې د امریکایانو جنګي کښتۍ په فارس خلیج کې د ایران سمندری حدودو ته له نفوذه مخکې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک له لورې په زور سره شړل کیږي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ځواکونو مرستیال قومندان امیرالبحر علی فدوی وویل: که امریکا او ورسره ملګري ئې ایرانیو کښتیو ته په بد نظر هم وګوري دومره سخت چلند به ورسره وکړو چي په خپل کردار باندې به یې پښېمانه کړو.
هغه زیاته کړه: امریکایان او ورسره هغه ټول هیوادونه چي په تېرو ۴۴ کلونو کې ئې اسلامي انقلاب سره دښمني کړې ده او د اسلامي انقلاب په وړاندې یې ډول ډول دسیسې کړې دي، یو ځلې هم نه دي کامیابه شوي او په خپلې ماتې باندې اعتراف هم کړي دي.
امیرالبحر علی فدوي یادونه وکړه چي د امریکا د خزاني وزیر چي د ایران په ضد د اقتصادي او فرهنګي جنګونو مسئول دی ویلي چي په تېرو ۴۴ کلونو کې یو ځلې هم په ایران باندې برلاسه شوي نه دي.