IQNA

په پاکستان کې د اسلامی هنرونو دریمه نړیواله جشنواره ترسره کیږي

16:26 - June 03, 2023
د خبر لمبر: 3487429
ایکنا-(تهران) د اسلامی هنرونو دریم نړیوال فسټيوال د پاکستان د کراچۍ دهنر د شورا  او الحمره هنری –کلتوري کمپلیکس کې  د  ایران د استازو په شتون سره  دروان کال لړم  یا عقرب د میاشتې په ۲۷نیټه ترسره کیږي.

ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د اسلامی کلتور او هنر د وسیسې مدیر عرفان قریشي ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې سره داړونده  اسلامی کلتور ،هنر او تاریخ څيړنیز مرکز (آرسیکا) سره  له خبرواترو  او له ترکیې په بیرته ستنیدا کې  په لاهور کې د ایران په کلتوري خونې کې په شتون سره  د ایران د کلتوری سلایار جعفر روناس سره  دکتنې په ترڅ کې ،د اسلامی هنرونو د نړیوالې جشنوارې  د ترسره کولو په باب د نظر تبادله وکړه.

په  ۲۰۱۹کال  کې  د نومبر   ۲۸   نیټه د یونیسکو  د عمومی کنفراس په څلویښتمې ناستې کې د ؛ اسلامی هنرونو  دنړیوالې ورځې په توګه نومول شوې  او موخه ئې په تمدن کې د اسلامی هنر او کلتور د ونډې او د اسلامي نړۍ د تیر او اوسمهاله هنری میراث څخه  خبریدا  ده.

په لاهور کې د ایران کلتوری خونې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱کال کې  د الحمرا کلتوری کمپلیکس،د ترکیې  د یونس امره موسیسې  او د پاکستان د  اسلامی کلتور اوهنر دموسیسې په ګډون سره ، د اسلانی هنرونو دنړیوال نندارتون په ترسره کولو سره  د اسلامی هنرونو نړیواله ورځ  ولمانځله.

ټاکل شوې ده سږکال  هم د اسلامی هنرونونړیواله ورځ  په لاپراخې سوئې کې  د نومبر له پنځلسمې تر اتلسمې نیټې پورې  ترسره شي او په دغه نندارتون کې د عراق د صلاح شیرزاد،  د ترکیې د عثمان چلیبي  ،خسروش عباسي  او سونو واچ ریحانلو ، او د ایران د یوه هنرمند  علی نمازی په څير غوره اونامتو هنرمندانو او دغه راز  د الجزایر ، عربستان او مصر  او مراکش هیوادونو  دځينو هنرمندانو شتون هم قطعي شوی دی.

   https://iqna.ir/fa/news/4145607

captcha