د ایکنا د خبر له مخې، حسیني زیارت کوونکو او ماتم کوونکو، د محرم په شپو او ورځو کې د ابا عبدالله الحسین (ع) په زیارت کې د حسیني ماتم په مراسمو کې ګډون کړی او د قرآنکریم په لاس کې لرلو سره یې په سویډن او ډنمارک کې د وحي د کلمې له بې حرمتۍ سره خپل مخالفت اعلان کړی دی.